شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

ادبيات لکه « ادبيات»

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 2, 2015
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
13
ځلې شریک شوی
165
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: دادمحمد « ناوک »

ادبيات د انساني ذهن پیدا وار دي؛ چيخوف يې د ژوند تفسير بولي، خو دا د ژوند تفسير د انسانانو له خوا د انسانانو د ژوند تفسير دی، په ټوله کې زموږ بحث پر هنري ادبياتو را څرخي؛ تېره اوونۍ په افغان ادبي بهير کې استاد اجمل ښکلي پر ډېر ټينګار وويل چې ادبيات بايد له باندني ليده پرته د ادبياتو په منځ کې لکه « ادبيات » مطالعه شي او بايد په ادبياتو کې پر ادبياتو نقد وشي، په دې ناسته کې زه د مشر په څوکۍ ناست وم، د ناستې په پای کې مې په دې اړه خپل نظر ووايه، خو د وخت د کمښت له امله مې پوره او تفصيلي ونه شوای ويلی، د استاد دې خبرې او په بهير کې خپل نظر دا مضمون را باندې وليکه. په يوه انګليسي ويډيو کليپ کې مې د یو عالم له خولې واورېدل، چې انسان د چاپيريال د تاثراتو ټولګه ده؛ زما پر زړه ځکه ولګيده چې انسان له فزيکي موجوديت ور ها خوا د خپلې ټولنې او د ټولنې د قيوداتو، ارزښتونو او معيارونو په منځ کې رالويېږي، دا ټول پرې تاثير کوي او د دې ټول د تاثير په تاثر کې د « زه » غږ کوي، د انسان له پيدايښت سره دا اغېز پيلېږي، خو په پوهېدو او لويېدو سره ښايي ځينې د خپلې ټولنې د معيارونو، ارزښتونو او قيوداتو په اړه فکر وکړي، ځينې يې بدل کړي، ځينې رد او ځينې بېخې کلک کړي، خو هغه معيارونه، ارزښتونه او قيودات چې الهي سرچينه لري، څوک يې خپلې عقيدې ته د ژمنتيا په خاطر د خلاف یا هم بدلون په اړه فکر هم نه کوي. ادبيات لکه الهي احکام له مطلقې سرچينې څخه په مطلق ډول نه دي راغلي او نه يې هم معيارونه الهي سرچينه لري؛ چې هر څوک دې هغو معيارونو ته په پام په هر ځای کې هر وخت هنري اثار مطالعه او نقد کړي.

دا هم ولولئ

غزل/ انس حقاني 

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

د عبیده پلار ته!

په هېواد کې د ناټو له يرغل سره جوخت دا فکر هم را وارد شو، چې په ټوله کې نه؛ خو اکثريت داسې ذهنيت خپور شو، چې د ښه هنري اثر يوه ځانګړنه دا هم ده، چې بايد پر زاهد، ملا او شيخ ملنډې ووهي، لا هم په ځينو ادبي ناستو کې هغه شعر ته ښې چکچکې کېږي، چې د ټولنې پر دې طبقه يې د کندهاريانو خبره پسخند وهلی وي، همدې فکري اغېز ته په کتو که یوازې پښتو هنري پنځونو ته وګورو، تر دې اوسني رژيم وړاندې يې یو رنګ، تر هغه وړاندې بل رنګ او له روس سره د مقاومت په مهال لکه اوس ان مقابلې هنرې جبهې وې، دغسې د نړۍ پر سطحه هم هر فکري خوځښت د خپل فکر تر تاثير لاندې پنځونې کړې او ځينو خو له خپلو شعارونو سره سم ان بېل بېل ادبي مکتبونه را منځ ته کړي دي، که دا ټول په نظر کې ونيسو، نو موږ به یوازې پر ادبياتو د « ادبياتو» له ليده څنګه نقد کوو، کوم « ادب » به معيار نيسو او ولې؟ که په اوس وخت کې د یرغل تر چتر لاندې ادبياتو مطالعه کړو او پر همدې هنري پنځونو نقد کوو، نو د مقاومت هنري اړخ له لوري به يې کوو، که د همدې چتر لاندې؟ که يې د دې ادبي اړخ له لوري کوو هغه بل ته يې معيارونه د منلو نه دي او که يې له هغه بله اړخ کوو، چورلټ يې ردوي او همداسې برعکس؛ له دې معلومېږي چې موږ د « ادبياتو» لپاره کره او ټول منلی معيار نه لرو، که ادبيات لکه « ادبيات » نقد کړو، نو د هغې ټولنې هنري اثار، چې مجسمه جوړونه پکې هنر بلل کېږي، د هغې ټولنې نقادان څنګه نقد کړي چې دا مجسمه جوړونه د خپلې عقيدې له مخې ګناه بولي! په هغه ټولنه کې چې د لغړ فلم توليد پکې هنري پنځونه بلل کېږي په هغه ټولنه کې څنګه نقد شي، چې بې حجابي د خپلې عقيدې ضد ګڼي! د استاد ښکلي له پورته څرګندونې ماته په ادبي برخه کې د سيکولريزم بوی راغی، ما داسې وانګېرل چې د دوی له دې ټينګاره هدف دا دی چې د هنري پنځونې په پنځونه، نقد او مطالعه کې دي هغه پولې په پام کې نه نيول کېږي چې ټولنيزو يا هم ديني ارزښتونو رامنځته کړې دی؛ دوی غير مستقيم هغه شعار تاييدوي، چې هنر پوله نه لري، خو موږ په زغرده وايو چې هنر پوله لري هغه څه چې په اروپا کې هنر دی، په کلي ډول دلته هنر نه شي بلل کېدای، څه ته چې موږ هنر وايي ښايي هغوی يې هم راسره د هنري پنځونې په توګه ونه مني. موږ د خپلې ټولنې په غېږه کې رالوی شوي يو، رڼه ديني ارشادات او هم ځينې ټولنیز قيودات لرو، چې ښايي د ټولنيزو قيوداتو بدلون يا هم يو څه له منځه وړل يې جايز وي، خو الهي ارشاداتو ته بې له چون چرا سر ټيټو.

هغوی چې هنر بې پولې بولي په لوی لاس د هنر پر هنريت چاړه راکاږي، موږ هنر هدف نه، بلکې وسيله بولو او پر دې هم باوري يو چې هنري اثار د انساني تيوريکي نظرياتو په غېږه کې را پنځېږي، ځکه خو يې په اړه یو ډول مطلق حکم نه منل کېږي او نه هم د ساينس په څېر هر چېرته يو ډول پایله او اغېز لري.

مخکینې مطلب

افضلي:دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د فساد د کچې لوړوالی هېواد له ستونزو سره مخ کړی دی

بل مطلب

نبوي سيرت

ځانګړي مطالب

ادب

غزل/ انس حقاني 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 8, 2026
ادب

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com