عطاءالله مبارز
طالبانو په افغانستان کلونه حکومت کړی اوتقریباًپه ټول هیواد واکمن و په افغانستان دامریکادحملې څخه وروسته چې په پایله کې یې دطالبانو نظام (اسلامی امارت)سقوط وکړ اوله منځه لاړنو له لږځنډ وروسته داشغالګرو امریکایي ځواکونو اودکابل دحکومت په خلاف دطالبانو مقاومت له سره پیل اودکلونو په تیریدو لاپسې ګړندی شو چې اوس دهیوادپه %۵۰ سلنه خاوره کنټرول لري داخبره امریکایانو هم منلې اوحتی څوځله په افغانستان کې دامریکایې ځواکونو مهمو قومندانانو دطالبانو په وړاندی روانه جګړه نه ګټونکې بللې اوپه خپلو خبرو کې یې ټینګارکړی چې جګړه دحل لاره نه ده اوباید امریکایي جګپوړی مشران بدیله لاره انتخاب کړی چې داپه خپلې ماتې دامریکایانو دښکاره اعتراف معنی لري ایاطالب مشران په هیوادکې دي.؟طالبانو تل ویلی چې مشران یې دهیواد په دننه کې دي اودبهرنیو اشغالګرو اودکابل د حکومت په خلاف جګړه رهبری کوي اوترډیره یې داخبره ځکه حقیقت ده چې کوم څوک چې دچاپه خلاف جګړه کوي باید قوی رهبری ولری اوقوی رهبری دیوتحریک مهم اوکلیدی مشران کولی شي
دوهم اوس طالبان په هیوادکې ډیره ساحه په واک کې لري چې دمشرانو اوسیدل یې پکې شونی دی تیره ورځ دملی محاذ ګوند مشرسیدحامدګیلانی په کابل کې یوی خبری غونډی ته وویل چې طالب مشران په افغانستان کې دي چې دنوموړی داخبره دحکومت پلوو کړیو لخوا دتوند غبرګون سره ځکه مخ شو ه چې ددوی دکلونو هغه ادعایې باطله کړه چې طالب مشرانو موجودیت یې له هیواده دباندی باله.


















