(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۰ فرید افغان)
د ولسمشر غني میرمن رولا غني په لومړي ځل اعتراف وکړ چې په دولتي اداراتو پر ښځو جنسي ځورونې زیاتوالی موندلی دی.
رولا غني وویل؛ ‹‹ ۴۴ کاله وړاندې مې په یاد دي چې افغانانو په حکومتي اداراتو کې ښځو ته د ناموس په توګه کتل، خو اوس ښځې بازارونو ته په یواځې تګ، دولتي اداراتو په کار کولو، او نورو مواردو کې له یو ډول نه یو ډول جنسي ځورنې سره مخ کیږي››
رولا غني د هیواد په کچه دښځو د هڅونې لوی مرکز لري او د دولت له بودیجې څخه په کلنۍ توګه میلونونه دالر د دې پخاطر ترلاسه کوي ترڅو ښځې وهڅوي چې دولتي اداراتو کې دکار کولو، سوداګري او د ملي پوځ لیکو ته دهغوی په هڅولو کې پراخ فعالیتونه مخته وړي .
رولا غني داسې مهال په دولتي اداراتو کې د ښځو جنسي ځورونو څخه پرده پورته کوي چې تیره میاشت د امریکا د سرپلټونکې ادارې مشر هم منلې وه چې پر رسنیو، د پوځ په لیکو، روغتیایي چارو او دولتي اداراتو کې کارمندې ښځې له ځورونو سره مخ دي.
.پر همدې حال کې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون رئیس نادر نادري له یوې طرحې خبر ورکوي چې په مټ به یې پر ښځو زور زیاتی راکم شي.
نوموړي وویل؛ موږ هغو کسانو ته چې میرمنې ځوروري نغدي جریمې او مجازات په پام کې نیولي چې پر تورنو کسانو به بې له کوم تبعیض څخه تطبیق کیږي.
د اداري اصلاحاتو کمیسیون وایي؛ چې په دولتي اداراتو کې یې د ښځو د ظرفیت د لوړوالي په موخه هم اړین تدابیر نیولي دي.
په دولتي اداراتو کې د ښځو د ځورونې اندیښنې داسې مهال مخته راځي چې، نړیواله ټولنه په ټول توان هڅه کوي چې افغان ښځې وهڅوي تر څو په دولتي او خصوصي ادارتو کې کار کولو ته زړه ښه کړي.
،


















