(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۰) ولسي جرګې د ولسمشر غني هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې ويلي يې و (له دې وروسته دې وکيلان وزارتونو ته د ګمارنو او سفارشونو لپاره نه ورځي.)
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د جرګې په ننۍ ناسته کې وويل: هر کله چې قانون پلی شو دوی به وزارتونو ته له ورتګه ډډه وکړي.
نوموړي د غني څرګندونو ته په اشارې وويل، وکيلان يواځې هغه وخت وزارتونو ته ورځي چې کله ستونزه رامنځته شي.
ښاغلي ابراهيمي زياته کړه، ولسمشر نورو ته د قانون خبرې کوي خو خپله يې تر پښو لاندې کړی دی.
که څه هم نوموړي د چا يا کوم ولايت نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه د قانون په کوم ځای کې راغلي چې څو وزيران او لوړپوړي چارواکي دې د يو ولايت څخه وي.
هغه وويل، له دې وروسته به وکيلان وزراتونو ته نه ورځي خو په وينا يې قانون بايد په ټولو يو ډول پلی شي.
د شنونکو او قانون پوهانو به باور وکیلان وزارتونو ته دستونزو دحل نه بلکې دستونزو دزیاتولو لپاره ورځي، د دوی په وينا د قانون پلي کول، يا په وزارتونو کې ستونزې حل کول د ولسي جرګې نه بلکې د اجرائيه او قضائيه قوې کار دی.


















