لیکنه: الهــــــام الخراساني
افغان عسکر او سرتیریه! نن دې خپل سر لږ ګريوان ته که او دخپل ځان په اړه ښه ژور فکر وکړه، چې آيا ته په ریښتیا اتل، قهرمان او په روانه جګړه کې دشهادت له مقامه برخمن یې او که نه د غربی حربو ښکار او دهغو دتعمیل لپاره خپله وینه بهوې ، آيا ته دالله جل جلاله په نزد هم شهید يې اوکه نه يوازې دهغه چا په خولې چې دخپل ژوند دهوسا تېرولو په خاطر تا پر شا ډبوي اود شهادت اومېړانې دالقابو په بدرګه دې مېدان ته ورټېل وهي، شهید يې؟
آيا تاته په اسلامي ټولنه کې هم علماء شهید وایې،
اوکه يوازې هفه څوک درته شهید وایي چې ژبې یې دامریکا په ترجمانۍ کې ستومانه، او دوی داسلامي دسرحدهيڅ پروا نلري .
آیا ته پورهيږي چې نن دشهادت کلمې څومره تعميم موندلی هر په سره توره مړ شهید او دوینې هر څاڅکی دمغفرت سبب بللی شي خوا کافر وي که مسلمان ته نه ګورې چې دوستم دافغانستان دروانې جګړې مردار امریکایان هم شهیدان وبلل .
راځه نن له ځان سره یوه خاموشه فیصله وګړه چې ته په راون حالت او جګړه کې په کوه معنا شهید یې،
شهید! خو داسلامي لارښونوله پلوه هغه څوک دی چې داسلام په ننګ دکفر په وړاندې داعلاء کلمة الله په خاطر ووژل شي .
او تاته به ستا کړنې زه در په ګوته کړم او ته پرې فکر وکړه.
(۱) دکافرو ترڅنګ دمسلمان پر وړاندې ولاړ یې.
(۲) داسلامي قانون مخه دې ډب کړې.
(۳) د امیریکې پتلون دې آغوستی.
(۴) د امریکې بوټان دې په پښو دي.
(۵) د امریکې خولۍ دې پر سر ده.
(۶) د امریکې ټوپک دې پر غاړه ده.
(۷) د امریکې په ټانګ کې سپور یې.
(۸) د امریکې په اشاره مړ یې.
(۹) د امریکې په اشاره ژوندی یې.
(۱۰) د امریکې په مرسته راغلی یې.
(۱۱) د امریکې په تنخوا او معاش ژوندکوې.
(۱۲) د امریکې په دفاع کې ستړی یې.
(۱۳) د امریکې په چاپه کې ورسره یې.
(۱۴) د امریکې په امر وژنې او قتلونه کوې.
(۱۵) د امریکې د اډې او قرارګاه پیردار یې.
(۱۶) د امریکې په میدان پیردار یې.
(۱۷) د امریکې په هوټل پیردار یې.
(۱۸) د امریکې چاپړوس اوګوډاګی یې.
(۱۹) دافغانانو په وژنه او بې غزتۍ کې ورسره مرسته کوې.
(۲۰) او هم هیواد پلورونکی یې.
دا هغه کړنې دي چې ته یې په عام محضر کې تر سره کوې او له هیچا پټې نه دی اوته هم پرې قانع یې.
آیا ته سره له دغو کړنو شهید یې!
او که خپل ضمیرته دوکه ورکوې
بیا هم فکر………


















