ليکوال : عبدالغفور خليلي
اوسنى وخت مٶمنانو لپاره د ابتلا او ازمايښت وخت دى ، هره راتلووکې ورځ له ځانه سره نوې نوې فتنې راړي ، اوهره تلوونکې شپه له تګ وروسته د بې شمېره فتنو اثرات او نښي پرېږدي ، دا له فتنو ډک دور د مٶمنانو لپاره کومه ناولده دور ندى بلکې له نن څخه څوارلس کاله وړاندې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې فتنو وړاندوينه کړې ده ، علماءکرام وايي د قيامت وړې وړې نښې پوره شوې دي يوازې لويو نښو ته انتظار دى ، په حديثونو کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت ډيري نښې ښودلي دي ، په هغو کې يې د فتل يادونه هم کړې ده ، چې قتل به ډير عام شي ، نن ورځ مونږ په خپلو سترګو وينو چې چې قتل څومره عام شوى ، په ټولنه کې امن امان نشته ، د هيچا ځان ، مال او عزت خوندي نه دى ، هر کس ځان غير محفوظ ګڼي ، شتمن دى يا غريب ، خاص دى که عام ، عالم دى که جاهل د هيچا ځان مال او عزت خوندي نه دى ، هر طرف ته د وېري فضا خپره ده ، هر کس په دې وېره کې دى چې څه وخت به يې ړنده مرمۍ د ژوند څراغ ګل کوي ، د انسان وينه له اوبو نه هم ارزانه شوې ده ،د ذاتي او نفسي مفاداتو لپاره د يوه انسان ژوند اخيستل يوه معمولي خبره ګرځېدلې ده ، حال دا چې د الله تعالى په وړاندي د انسان وينه ډير اهميت لري ، په دې لاره کې چې څوک د الله تعالى را ليږلي حدود مات کړي ، د هغه لپاره په اخرت کې ذلت او رسوايي ده ،
لاندې په همدې اړه ځيني قراني اياتونه او نبوي حديثونه ذکر کيږي ، تر څو خلک ته د دې ګناه قباحت معلوم شي ، او د قران او حديثو په رڼا کې له دې ګناه نه ځان خبر کړي ،
الله تعااى فرمايي : وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَـًٔا ۚ
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 92]
دا د يو مؤمن كار نه دى چي بل مؤمن ووژني، مګر دا چي خطا ورڅخه وشي.
څوک چې کوم مسلمان ناحقه ووژني ، دهغه په اړه الله تعالى فرمايي : وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 93]
پاته شو هغه څوك چي كوم مؤمن له پوهي او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوږخ دى چي په هغه کښي به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى. قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِۦ شَيْـًٔا ۖ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوٓا أَوْلٰدَكُم مِّنْ إِمْلٰقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِى حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 151]
[اې محمده (ص)!]
دوى ته ووايه چي راشئ، زه تاسي ته اوروم چي ستاسي رب پر تاسي باندي څه بنديزونه لګولي دي: دا چي له هغه سره څوك مه شريكوئ؛ له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ؛ خپل اولاد د مفلسۍ له وېري مه وژنئ، موږ تاسي ته هم روزي دركوو او هغو ته به یې هم ورکړو؛ او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې کېږئ هم مه، كه ښكاره وي او كه پټ؛ او هغه نفس چي الله هغه محترم ګرځولى دى، مه وژنئ مګر په حق سره. دا خبري دي چي ددې لارښوونه يې تاسي ته کړېده، تاسي بايد له پوهي او ادراك څخه كار واخلئ.
له پورتنيو اياتونو څخه دا خبره څرګنده شوه ، چې يو مسلمان بل مسلمان قصدا او عمدا نشي وژلى ، که څوک دا کار وکړي ، د هغه لپاره سخت عذاب دى ، دومه دا خبره ور څخه معلومه شوه ، چې د هر انسان وينه چې حرمت يې په شرعي دليلونو سره ثابت وي ، هدر کول حرام دي ،
له ابوهريره رضى الله عنه نه روايت دى فرمايي :
(سأل رجل رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقال: يا رسول الله ما الكبائر؟ , فقال: ” هن تسع (قالوا : يا رسول الله وما هن؟ , قال الشرك بالله، والسحر، وفي رواية: (وتعلم السحر) وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق “)
يوه سړى له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه ، چې لوى ګناهونه کوم دي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل هغه نهه دي ، : صحابه کرامو عرض وکړ هغه نهه کوم دي ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د الله جل جلاله سره شريک نيول ، جادو کول ، او هغه نفس وژل چې الله جل جلاله يې وژل حرام ګرځولي ، مګر په حق سره
د قتل د حرمت په اړه زيات حديثونه نقل شوي ، يو څو ورڅخه دلته ذکر کوو ،
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( أولُ ما يُحاسَبُ به العبدُ الصلاةُ ، وأولُ ما يُقضَى بينَ الناسِ الدما أخرجه : البخاري 9/3 ( 6864 )
له بنده سره به لوړى حساب د لمانځه کيږي، او د خلکو تر مينځ لومړۍ پريکړه به د وژنو کيږي ،
له عباده بن صامت رضى الله عنه نه روايت دى ، چې نبي عليه السلام وفرمايل : ( من قتل مؤمناً فاغتبط بقتله لم يقبل الله منه صرفاً ولا عدلاً )أخرجه : أبو داود عقب ( 4270 )
چا چې مومن قتل کړ او په قتل يې خوشحالي څرګنده کړه ، الله تعالى به يې نه نفل او نه هم فرض لمونځ قبلوي ،
ترمذي شريف کې يو بل حديث نقل شوى دى ، رسول الله صلى الله هليه وسلم فرمايي : ( لزوال الدنيا أهون على الله من قتل رجل مسلمٍ )أخرجه : الترمذي ( 1395 )
د دونيا ورانېدل د الله جل جلاله په نزد د مسلمان سړي له قتل څخه اسانه ده ،
په يو بل حديث کې فرمايي :(سباب المسلم فسوقٌ وقتاله كفر ) أخرجه : البخاري 1/19 ( 48 )
مسلمان ته ښکنځل کول فسق او وژل يې کفر دى ،
د نسائي يو روايت دى فرمايي : رسول الله صلى الله هليه وسلم فرمايلي : ( يجيء المقتول بقاتله يوم القيامة فيقول : سَلْ هذا فيم قتلني ؟ )
مقتول به خپل قاتل د اخرت په ورځ د الله تعالى حضور ته راولي او ووبه وايي ، اى پروردګاره له دې پوښتنه وکړه چې زه يې ولي ووژلم
يوه بل روايت کې راځي
( من لقي الله لا يشرك به شيئاً لم يتند بدم حرام دخل الجنة
أخرجه : ابن ماجه ( 2618 )
څوک چې دالله په حضور کې په داسې حالت حاضر شي ، چې نه يې شرک کړى وي ، او نه يې
له ابو سعيد خدري رضى الله عنه نه روايت دى ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ( لو أن أهل السماء وأهل الأرض اشتركوا في دم مؤمن لأكبهم الله في النار ” المراد: قتله بغير حق. تحفة الأحوذي – (ج 4 / ص 30)
که چېري د اسمان او ځمکې مخلوقات د يو مومن په قتل کې شريک شي ، نو ټول به دوزخ ته ورواچوي .


















