(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۰ فرید افغان)
یو مسیحي سازمان چې هرکال د عیسویانو لپاره د نړۍ په کچه د امنو هیوادونو لیست خپروي، په خپل نوي راپور کې ویلي؛ چې افغانستان او شمالي کوریا د نړۍ په کچه دمسیحیانو لپاره هغه بدترین هیوادونه دي چې مسیحیت ته پکې سترګواښوونه متوجه دي .
څیړنه کې راغلي چې د مسیحیانو لپاره دنړۍ په کچه لومړی خطرناک هیواد شمالي کوریا او په دوهمه درجه کې افغانستان دی.
د ویلو ده چې شمالي کوریا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په خپل ځای ولاړ هیواد ده چې له مسیحیانو نه سخته کرکه اونفرت لري.
په څیړنه کې د افغانستان په هکله ویل شوي چې، دې هیواد هم له دریم مقام څخه دوهمې درجې ته تنازل کړی او دنړۍ په کچه دوهم هغه هیواد ده، چې مسیحیان پکې ځان خوندي نه شي احساسولی.
اوپن دروز یا ‹‹خلاصې دروازې›› سازمان په دې څیړنه کې
په ترتیب سره هغه هیوادونه یاد کړي چې عیسویانو ته پکې خطر متوجه ده چې عبارت دي له سومالیا، سوډان، پاکستان، اریتریا، لیبیا، عراق، یمن او ایران څخه، چې په همدې ترتیب سوریه په ۱۵ ځای کې څه ناڅه مصؤنه بلل شوې ده .
څیړنه کې راغلي، دنړۍ په کچه ۲۰۰ میلیونه عیسویان مذهبي ازادي نه لري او له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
څیړنې د هغو لاملونو له ډلې چې عیسویان یې دخلکو پر وړاندې بې اهمیته کړي یو هم د اسلامپاله وسلوالو ډلو مبارزه ښودل شوې چې په وینا یې له همدې کبله د مسلمانانو افراطیت او په خپلو دیني مسایلو ورځې تربلې باور زیاتیږي.
همداراز په آسیا او افریقا کې د مسلمانانو ډیر خوځښت اونفوذ د دې سبب شوی چې پر مسیحیانو فشارونه زیات شي .
څیړنه کې راغلي چې، په هند کې نشنلستي حرکتونو هم خلک د کمونیستیت او بودایزم طرف ته سوق کړي چې مسیحیان هلته هم محدود پاتې شوي دی.
دیادونې وړ ده چې مسیحیان په نړۍ تر ټولو زیات د خپل مذهب په ترویج کې کوښښ کوي او هڅه کوي چې خپل عقیدوي نفوذ دنړۍ ټولو سیمو ته ولیږدوي .
په ۲۰۱۰ کال کې یوې څیړنې ښوودلې وه چې عیسویان په کابل او یو شمیر ولایاتو کې پټ مراکز لري چې خلک پکې خپل لوري ته دعوتوي.
باید وویل شي چې د افغان ولسمشر پر میرمنه هم تور دادی چې عیسوۍ ده او څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو دخپلو سرچینو په حواله ویلي و چې خاوند یې هوډ لري تر څو په ارګ کې ورته ځانګړې کلیسا ورغوي


















