چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

نفوذي بریدونه او د امریکایانو تابوتونه!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جنوري 12, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
15
ځلې شریک شوی
190
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

هېڅ ډله په یوه حالت نه پاتې کېږي او هره ورځ په جگړه کې ځینې بدلونونه راولي. دا د اوسنۍ نړۍ یو اصل دی. امریکایانو په لومړیو کې یوازې بمباري کوله، وروسته کلیو ته تلل، بیا یې شپنۍ چاپې پیل کړې او اوس ډېره تکیه پر بې پېلوټه الوتکو کوي. افغان دولت همداسې کوي، کله یوازې خپلې پوستې ساتي، کله ـ نا کله د جگړې لومړۍ کرښې ته ځي او کله د امریکایانو پر مټ چاپې هم وهي.

طالبان هم منجمند نه دي او هره ورځ خپله جگړه کې بدلونونه راولي. د امریکا له یرغل وروسته یې یوازې چریکې جگړه کوله. دغه جگړه هم بریالۍ وه، وروسته یې «ژېړې بوشکې» وکارولې او ډېرو امریکایانو میندې یې «بورې» کړې، څو کلونه وروسته یې سرتېري بریدونه پیل کړل او ځانونه یې د امریکایانو منځنو ته ورسول. یو موټر بم برید بسته بیسونه له منځه یوړل. طالبانو په غزني، ننگرهار، لوگر، پکتیا، هلمند، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې غټ بریدونه وکړل، چې امریکایانو او د ناټو عسکرو خپل کباړ شوي توکي هم پرېښودل او یوازې ټوټه شوي جسدونه یې یوړل.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دوه شپې وړاندې امریکايي او افغان عسکرو د ننگرهار په خوږیاڼیو کې د طالبانو هغه «خط» بمبار کړ، چې د داعش پر وړاندې یې سخته جگړه کوله او د خوږیاڼیو ولسوالۍ کوزبهار او بربهار سیمو ته یې داعشي وسله وال نه پرېښودل او د دوی په مخ کې خنډ وو.

په دغه پېښه کې د ۷ کلیوالو سربېره ځینې طالبان هم شهیدان شول او خلک نور هم پوه شول، چې داعشیان څوک دي او څوک ورته لارې پاکوي؟

تېره ورځ د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو پر ضد د سیمه ییزو  پاڅون والو  دوو قومندانانو مینه‌دار او پاچا خان پر امریکايي عسکرو د ټوپک شپېلۍ ور واړولې او ۱۶ عسکر یې ځای پر ځای ووژل او شمېر نور یې ټپیان کړل. امریکایانو یې په غبرگون کې د دوی پوسته بمبار کړه او د مینه‌دار او پاچاخان په ګډون یې ۲۷ تنه ووژل.

طالبانو د برید مسوولیت ومانه او مینه دار او پاچاخان یې خپل نفوذي ملگري یاد کړل، چې د حاجي ظاهر قدیر په ملېشو کې ځای پر ځای شوي وو او د داسې ورځ یې انتظار یې کاوه.

دغه برید یو خوځښت راوست او د خوږیاڼیو ولسوالۍ د تېرې شپې غچ یې هماغه ډول واخیست، لکه دوی چې بې گناه کلیوال او  د داعشیانو پر ضد جنگېدونکي طالبان بمبار کړي وو.

دغه ډول بریدونه یوازې امریکایانو ته تش تابونه وړي او د نورو بریدونو په پرتله یې یوازې تلفات نظامیانو ته اوړي او ملکي وگړو ته پکې تلفات نه اوړي.

طالبان دې خپل نفوذي ملگري په اربکیانو، اردو، پولیسو، ځانگړو ځواکونو، عامه نظم او پاڅون والو کې ډېر کړي؛ ځکه دغه ډول بریدونه د هغو افغانانو ښه غچ کېدای شي، چې امریکایان یې په بېلابېلو نومونو وژني او دغه لړۍ هره ورځ روانه ده.

د ننگرهار برید افغان دولت او امریکا ته یو خبرداری هم دی، چې تاسې روانه جگړه نه شي گټلی او ښه لاره یې داده چې نور له افغانستان نه پښې سپکې کړئ.

لوی ټکي: مهم
مخکینې مطلب

ناټو: په تیرکال کې مو په افغانستان کې تر ۲ زرو ډیر هوایي بریدونه کړي

بل مطلب

د حج او اوقافو وزارت: امامان مکلف دي ترڅو د دوی له جوړ شوي کتاب څخه تقریرونه وکړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com