(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۵ فرید افغان)
پداسې حال کې چې تیره ورځ کابل ته دحالاتو د ارزولو په موخه د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی راغلی، د کابل ترافیکو د حکومتي چارواکو په غوښننه ګڼ شمیر لارې دخلکو پر مخ بندې کړې او خلک له مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
که څه هم د کابل په واټونو کې د بیروبار او ازدحام له کبله ډیر کله لارې تړل کیږي، کله هم حکومتي چارواکي د کوم بهرني مشر یا هم کومې مهمې غونډې په خاطر د ارګ او سرینا هوټل لارې تړي، خو داځل بیا د تیر په خلاف چارواکي د لویو لارو د تړلو امر کوي.
چارواکي وايي چې کابل اوس تر ټولو نا امنه ولایت دی او دوی هڅه کوي بین المللي دوستان یې د وسلوالو د پلان شویو حملو ښکار نه شي.
بل پلو دلارو بندیدو خلک له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي او له دولته غوښتنه کوي چې هرڅومره ژر لارې پرانیزي.
خو د کابل دترافیکو ریاست بیا وایي چې نن د دوشنبې په ورځ به هم د مکروریان چهار،د عبدالحق څلورلاری، پُل محمود خان، د صدارت سه راهي ، شیرپور، د وزیر اکبرخان ۱۵ او ۱۷ سړکونه ، مرادخانه ا و پلازې څلور لاری دخلکو پر مخ تړلي وي


















