(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۵ فرید افغان)
د ترکیې ناسته چې تیره ورځ د طالبانو څخه د بیلې شوې دلګۍ د استازو د حزب اسلامي چارواکو او افغان حکومت په ګډون پیل شوې وه نن به هم روانه وي.

طالبانو په دې ناسته کې خپل ګډون رد کړی او تللي کسان یې جعلي استازي بللي، خو د ملارسول ډلې استازي ملارؤف
بیا ویلي چې نوموړی د ټولو طالبانو په استازولي تللی دی.
رحمت الله وردګ چې په اماراتو کې د شاتو کاروبار کوي او همداراز مولوي عبدالحلیم بړیڅ د دې ډلې نور استازي دي.
د حزب اسلامي له ډلې د ولسمشر غني مشاور همایون جریر او حاجي دواجان ټاکل شوي دي خو د حزب اسلامي ویاند نادر افغان بیا د حزب له ادرسه د جریر او دواجان تلل نه مني او زیاتوي چې جریر د ولسمشر سلاکار دی او ښایي د هغوی په غوښتنه تللی وي .
د غونډې له اجنډا داسې ښکاري چې په ټولیزه توګه یوه غولونکې پروسه ده ځکه چې کوم کسان هلته تللي ټول په په بهر کې کاروبارونه لري او کابل ته هم آزادانه تګ راتګ کوي.
د غونډې ګډونوال ملا رؤف طلوع نیوز ته ځان د ټولو طالبانو استازی معرفي کوي خو د جوړجاړي په موخه د هغوی له شرایطو ناخبري ښیي، نوموړي وویل (موږ شرایط ټولې دنیاته اعلان کړي خو اوس یې رسنیو ته نه شو ویلی)
شنونکي دا یوه تبلیغاتي هڅه بولي او زیاتوي چې که دولت په ریښتونې توګه مذاکرات غواړي په قطر کې دې د طالب استازو سره مخامخ وغږیږي او د هغوی دفتر دې په رسمیت وپیژني


















