شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ترکیې سولې غونډه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 14, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
132
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

‏ نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

د جنوري ۱۳مه ۲۰۱۸، کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لوړ رتبه هئیت را ورسید، د هیئت مشرې په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان ‏سفیر او د امنیت شورا نوبتي رئیس کوله، له هغه سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره او د امنیت شورا نور غړي هم وو.‏
همهاله په همدې ورځ په ترکیه کې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پېل خبر هم ورکول شو، کورنیو او نړیوالو رسنیو دا خبرونه خپاره ‏کړل چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په وساطت د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې مذاکراتو غونډه کیږي. د امنیت شورا د بحثونو ‏په اجنډا کې چې له افغان حکومت سره یې درلودل، د ترهګرۍ او جګړې د ختم په اړه بحثونه محوري وو.‏
ترکیه کې د غونډې برخوال د حزب اسلامي استازی همایون جریر ( له کابل څخه) او دواجان احمدزی ( له پېښور څخه)، د سولې عالي ‏شورا او افغان حکومت په استازیتوب ډاکټر عبدالبصیر، د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند د ډلې په استازیتوب ملا عبدالروف او ملا ‏عبدالحلیم، او د نامعلوم ادرس څخه ملا رحمت الله وردګ ( له متحده عرب اماراتو څخه) ګډون کړی وو.‏
په تیرو دوو اونیو کې موږ دوه ځلې د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره د سولې اړوند غونډې درلودلي، هغوی د نورو ډیرو مسایلو تر ‏څنګ ډیر ښکاره وویل چې موږ غواړو چې د طالبانو له رښتونې استازو سره مخامخ اړیکې او پېغامونه تبادله کړو، او نه غواړو چې طالبان ‏وویشل شي او یا هم د طالبانو په تش نوم د کومې ډلې او یا اشخاصو سره د سولې خبرې وکړو؛ ځکه نتیجه نه لري، داسي د سولې ‏مذاکرات غواړو چې د طالبانو د واک لرونکو استازو سره وي، افغان چارواکي مني چې امریکا د افغان کشالې یو اړخ دی، او طالبان باید د ‏امریکا اړوند ځینو مسایلو مخامخ خبرې ورسره وکړي.‏
ولي د ترکیې غونډه بیا د افغان حکومت د پورته خبرو سره څرګند تناقض لري، په ښکاره ډول د طالبانو د ویش او د هغوی تر منځ د بې ‏باورۍ پيدا کولو هڅه ښکاري.‏
له دي مخکې د پیر سید احمد ګیلاني په مشرې هم په کابل کې د سولې اړوند غونډه وشوه، او کیدای شي چې ورته نورې غونډې هم د ‏ځینو جهادې رهبرانو او مدني ټولنو لخوا وشي. د سولې ږغ په طالبانو وشي، تر څو په طالبانو حجت پيدا کړلای شي چې هغوی د سولې ‏برخه کې چمتوالی نه لري.‏
پورته خبرې او انديښنې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو لخوا داسي ځواب کيږي چې ترکیه کې غونډه د سولې شورا لخوا نه ده، بلکي ځینې ‏ګوندونه او سیاستوال هڅې کوي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د باور جوړولو لپاره دغه ډول غونډې جوړي کړي.‏
بیا هم پوښتنه دا پيداکیږي؛ که چیرته افغان حکومت او سولې عالي شورا لخوا د یادې غونډې تاید او ننګه نه وای، حتمې ده چې افغانانو ‏ته به د ترکیې حکومت په ترکیه کې د دغه ډول ناستې اجازه نه وای ورکړي، ځکه ډیری هغه غونډې چې د نړیوالو ادارو لخوا په بهرنیو ‏هیوادو کې یې د چمتووالي تابیا نیول شوي وه او د طالبانو رښتوني استازو پکې د ګډون ژمنه کړي وه، د افغان حکومت لخوا یا د غونډو ‏مخنیوی وشو او یا خو په غونډه کې د طالبانو د ګډون لپاره یې خنډونه پیداکړل.‏
د نړیوالو او په ځانګړې ډول په افغانستان کې د ناټو د ملکي سفیر او دا ډول اروپایې ټولنې د ملکي مشرانو لخوا په ګډ حکومت ډیر زیات ‏فشار دی چې باید د سولې اړوند پرمختګ وکړي.‏
ویل کیږي چې د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر او د ډاکټر غني بهرنی سلاکار سکاډ په ګډه د سولې ‏پروسې اړوند پر یوه جوړښت او طرحه هم کار کړی دی.‏
په ترکیه کې چې کومو کسانو ناسته کړي، ویل کیږي چې کابل ته هم تګ راتګ لري، ښه به وای چې د ترکیې پر ځای يې په کابل کې ‏ناسته کړي وای، بیا به په افغان حکومت د سولې برخه کې د بې باورۍ انديښنې نه زیاتیدلاي، اوس انديښنې شته، ځکه د سولې شورا او د ‏ګډ حکومت د مشر له ادرسه طالبانو ته داسي پېغامونه رسيږي چې دوی رښتونې سولې ته چمتو دي، باعزته سوله غواړي او تسلیمي نه ‏غواړي، او حکومت هوډ لري چې د سولې برخه کې بې باوري ختمه شي.‏
بل خوا د همدغه ډول پېغامونو تبادله چې د طالبانو مشرانو ته رسیږي او یا طالبان فکر کوي چې امریکا نور په افغانستان کې له ډیرو ‏ستونزو سره مخ شوي، او نړیوالو ټولنه د افغان کشالې سولييز حل ته کیدای شي کومه ورځ کښيني، له دي امله ده چې ممکن طالبان هم ‏اړ شوې وي چې د خپلو جنګیالو د سولې اړوند ذهنیت جوړولو لپاره به یې کم تر کمه لږ کار کړی وي، او حکومت هم ممکن د طالبانو د ‏سولې اړوند ځینو هڅو په اړه معلومات په وخت ترلاسه کړی وی، ولي د ترکيې د سولې مجهوله غونډه او د مجهول ادرسونو شتون ممکن د ‏طالبانو او حکومت تر منځ باور نور هم لا زیات زیانمن، او د طالبان سولې جوړولو ذهنیت د پرمختګ خنډ وګرځي.‏
دغه ډول ناستې د عام ولس ذهنیت هم مغشوش کوي، او د هغو کسانو انديښنې هم بې پوښتنې پاتې کیږي چې د ښکېلو اړخونو د سولې ‏اړوند پېغام رسولو او یا خو د فاصلو کموالي هڅې کوي. حکومت ته په کار ده چې د دغه ډول ناستو لپاره تسهیل کوونکی ونه اوسي، بلکې ‏د هغو غونډو لپاره هم خنډ نه شي چې د طالبانو رښتونې استازي پکې ګډون وکولای شي.‏
افغان حکومت ځینو نا پېلو، ولسي متنفذینو، علماو او شنونکو څخه غواړي چې د دوی پېغام له مثبت نویو خبرو او مثبت سولې تګلاري ‏اړوند بدلونو سره یو ځای طالبانو ته ورسوي، او طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي، مګر د ترکیې په ډول غونډې حکومت خلکو او خلک ‏طالبانو ته بې باوره کوي.‏
سولې ته د طالب جنګیالیو ذهنیت جوړول او افغان حکومت کې د سولې ضد کړیو د هڅو د مخنیوي لپاره وخت ته اړتیا ده، مګر دغه ډول ‏ناستي به پرته له شکه منفي تاثیرات له ځان سره لري.‏
که افغان حکومت فکر کوي چې په دغه ډول ناستو چې د حزب اسلامي او طالبانو تر نوم لاندي یې کوي، د شمال ټلوالي ځینې مشران د ‏عطاء محمد نور په ګډون وننګوي، فکر کوم، د شمال ټلوالي ځینې غړي هم د طالبانو له رښتونې مشرتابه سره اړیکه او تماس کي دي.‏
یا پلان دا وي چې کله او کوم وخت، رښتونې طالبان د سولې مذاکراتو ته په درې اړخیزه ناسته ( طالبان، امریکا او افغان حکومت) کې زړه ‏ښه کړي، او بیا افغان حکومت او امریکا دا خبره هم را پورته کړي، چې طالبان نورې ډلې هم لري، او هغوی په ترکیه کې ډیرې غوندې ‏کړي ( تر دې مهاله نږدې ۴ غونډي د حزب اسلامي، سولې شورا د غړو او ملا محمد رسول د ډلې د طالبانو تر منځ شوې)، هغوی ته هم ‏باید د سولې مذاکراتو کې د ګډون حق ورکول شي. ‏
پرته له شکه چې د طالبانو مشران او جنګیالي د سولې برخه کې په یوه خوله نه دي، هغه طالب مشران او طالبان چې د سولې لپاره فکر، ‏وړاندیزونه او طرحې لرې، د ترکیې ناسته د هغوی فکر او نظریات هم کمزوري کوي، او هغه طالبان چې په یو مخیز ډول په جګړه باندي ‏باور لري، د هغوی باور نور هم قوي کوي.‏
دغه ډول ناستې به د حزب اسلامي د سولې دریځ او تګلاري باندي هم ناوړه اغیز ولري؛ ځکه هغه باورونه او هیلې چې د حزب اسلامي ‏څخه کیدلي، که د غه ډول مجهولې او بې نتیجې د سولې ناستي وکړي، په حزب اسلامي به د ولس باور زیانمن کړي، او په کور دننه به د ‏حزب اسلامي او طالبانو سره پخوانۍ جنګیدونکې ډلې نورې هم متحرکې او حساسي کړي.‏
یوه خبره اړینه ده چې د ترکیې د سولې اړوند غونډې ته ښاغلی همایون جریر د حزب اسلامي د مشرانو په اجازه او پریکړه د ګډون لپاره ‏تللی دی.‏
پرته له شکه چې د دغسي بې نتیجې سولې اړوند غونډې به په افغان حکومت د نړیوالو باور لا زیات نور هم کم کړي. ‏
ښه به وي چې د طالبانو لپاره د قطر دفتر په رسمیت وپېژندل شي، تر څو ددغه ډول مجهولو غونډو مخنیوی اسانه او طالبان په اساني سره ‏له افغان سیاستوالو، رسنیو او نړیوالو سره خپل نظر په وخت باندي شریک کړي.‏
‏۱۴ جنوري ۲۰۱۸‏

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

مخکینې مطلب

داسرائیلو په مرموز برید کې د حماس لوړپوړی مشر ټپي شوی دی

بل مطلب

د ترافیکو ریاست: نن به هم دکابل ګڼ شمیر واټونه دخلکو پرمخ تړلي

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com