راپورتاژ: الماس خدرخېل ——- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ګواښ وکړ که يې لاسليک بې اعتباره وبلل شي، دی به د دولتي مامورينو معاشونه د حيرتان بندر له عوايدو ورکړي.
وړمه ورځ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وويل: له دې وروسته د عطامحمد نور لاسليک په دولتي ادارو کې د باور وړ نه دی او د هغو کارمندانو معاشونه چې د نور په لاسليک شوي وي نه اجرا کوي.
خو عطا نور د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ګواښ وکړ، چې په سترو سياسي مسايلو کې دې مداخله نه کوي او هغوی ته په اشاره يې وويل (له دې وروسته د خپلې خولې په اندازه خبرې وکړئ) تر هغې به د بلخ والي يم چې څو پورې له دولت سره هوکړې ته نه يو رسېدلي او ياده اداره دې په راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې (ګواکې د بلخ د والي لاسليک نه چلېږي).
هغه وويل: که د ده په لاسليک معاشونه ورنه کړل شي، نو دی به يې د حيرتان بندر له عوايدو مامورينو ته ورکړي.
د حیرتانو بندر عوایدو له لارې دولت هر کال ميليونونه افغانۍ تر لاسه کوي.
که څه هم نوموړي د کوم وزارت نوم ياد نه کړ ، خو خبرداری يې ورکړ چې وزارتونه دې د ده په کارونو کې له لاس وهنې ډډه وکړي، ځکه چې پايلې به يې ښې نه وي.
د بلخ ولايت څخه د عطامحمد نور د ګوښه کېدو يوه مياشت تېرېږي خو لا هم په دولتي ادارو کې د هغه لاسليک چلېږي او د هغه حکمونه پلي کېږي، تر اوسه يوې ادارې هم د نوموړي لاسليک نه دی رد کړی.
له بله پلوه د بلخ ولايت د سکټوري چارو رييس ذبيح الله اختري وايي، تر دې دمه کابل داسې مکتوب نه دی رالېږلې چې ويل شوي وي چې د عطانور لاسليک نه چلېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جمعيت اسلامي ګوند د مشرتابه غړي او د هرات پخواني والي اسماعيل خان وويل، چې د دولت او جمعيت ګوند تر منځ مذاکرات بې پايلې پای ته رسېدلي دي.
د هغه په وينا، جمعيت ګوند له لوري اووه مادييزه طرحه دولت ته وړاندې شوې وه خو د دولت له لوري ونه منل شوه او خبرې بې نتيجې شوې.
هغه زياتوي، حکومت او جمعيت ګوند په خپلو وړاندیزونو ټينګار کوي، چې حکومت وايي انجينر داوود دې د والي په توګه وټاکل شي، خو عطانور خپلې څوکۍ پرېښودو ته تيار نه دی.
د پخواني والي د ګوښه کېدو يوه مياشت تېره شوې خو لا هم نوی والي انجينير داود نه دی توانيدلی چې د والي په توګه خپله دنده پيل کړي.
په عين حال کې ارګ ته نږدې سرچينو ويلي،روانه اوونۍ ولسمشرۍ ماڼۍ تابيا لري څو د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د نوي والي د معرفي کېدو مراسم ترسره کړي. تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
په بلخ کې د سياسي کړکیچ له رامنځته کېدو وروسته په مزار شريف ښار کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت کړکيچن دی.
د ښار اوسېدونکي وايي، د غير قانوني وسله والو ډېرېدونکي فعاليت، وسله والو غلاوو، جنايي پېښو او امنيتي ګواښونو اندېښمن کړي دي.
د عطا نور او دولت تر منځ د رامنځته شوي تاوتريخوالي وروسته داسې راپورونه ورکول شول، ګوندې نور په خپلو پلويانو وسلې ويشلي او د تيارسۍ امر يې کړی دی.

















