(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۵) د غور ولايت په دولینه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قومندان دوه تنه ولسي وګړي د ډېرې شکنجې ورکولو له کبله وژلي دي.
د دغو دوو تنووژل شويو ملکي کسانو انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي او پر جسدونو يې د سختو شکنجو، تعذيب او وهلو نښې ښکاري.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې قومندان فرامرز په سيمه کې د دولت له لوري د اربکيانو پر سر قومندان ټاکل شوی او دولتي ځواکونو سره وخت په وخت همکاري کوي.
دوی وايي، دغه کسان يې له دې کبله شکنجه او تعذيب کړي چې ولې ورسره همکاري نه کوي او د هغه وسله نه اخلي.
په عين حال کې د غور د والي وياند عبدالحۍ خطيبي پېښه تاييدوي وايي، دغو کسانو په هغې سرتيري بريد کې لاس درلود چې د قومندان (فرامرز) پلار پکې وژل شوی و.
د والي وياند وايي، د غور ولايت په يو شمېر سيمو کې سيمه ييزو قومندانانو خپلې محکمې جوړې کړي او په ولسي خلکو د هيڅ ډول ظلم دريغ نه کوي.
طالبانو د فرامرز له لوري د دوو تنو ملکيانو وژل کېدل وحشت او جنايت بللی.
دا لومړی ځل نه دی چې د اربکيانو (محلي پوليسو) له لوري ملکيان وژل کېږي، بلکې تر دې مخکې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو داسې راپورونه ورکول شوي چې اربکيان په ډیری غلاوو، قتلونو، انسان تښتونو او د عامو خلکو په زورونو کې لاس لري.
د غور ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، په دغه ولايت کې لا هم زرګونه وسله وال شتون لري چې ډیری يې د وکيلانو او يو شمير لوړ پوړو چارواکو پورې اړوند دي.


















