پاکستان د تېرکال د مکتب پر زدکوونکو د حملې په تور ۴تنه اعدام کړل

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېر کال د پاکستان په پېښور ایالت کې د پوځ په یوه ښوونځي حمله ترسره شوه، چې ګڼو زدکوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د خبري رسنیو له قوله پرون هغه ۴تنه چې په یاده حمله کې په لاس درلودلو تورن وو، د کوهاټ په سیمه کې اعدام کړل شول.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د ۴تنو هر یوه «مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجیب الرحمن(نجیب الله) او سبیل(یحیی) د اعدام حکم هم لاسلیک کړی وو.
همدا راز د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د یادو ۴تنو د بښنې غوښتنه رد کړې وه.
دا په داسې حال کې چې پاکستان په هغه پوځي مکتب کې د وژل شویو زدکوونکو د ډسمبر په ۱۶مه نېټه کلیزه لمانځي.



