شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

اکرم خپلواک: حکومت له طالبانو سر ه د سولې لپاره اراده نه لري

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جنوري 16, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
7
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۶) د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس اکرم خپلواک په تازه څرګندونو کې ويلي، چې حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره ټينګه اراده نه لري.

نوموړي وويل: افغان حکومت لا هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه دی ورګډ شوی او زياته يې کړه چې طالبانو هم تر دې دمه د سولې لپاره پوره تياری نه دی ښودلی.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

هغه دغه راز، د جګړې له ښکېلو خواوو د ډزبندۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دواړه غاړې دې د بين الافغاني سولې لپاره په خپلو کې خبرې پيل کړي.

اکرم خپلواک ځينې سيمه ييز هېوادونه او په ځانګړي ډول پاکستان تورن کړل چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې خنډونه رامنځته کوي او په دې برخه کې ښکاره لاسوهنې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پر حکومت د سولې اړوند نيوکه کېږي، بلکې تر دې مخکې هم يو شمير کارپوهانو، ځينو ادارو او سياسي شنونکو اوسنی حکومت ملامت کړی چې د سولې لپاره کلکه اراده نه لري او غولونکې ناستې ترسره کوي.

څه موده مخکې په افغانستان کې د سيمه ييزو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز د يوې ټولپوښتنې په پايله کې ويلي و، چې ۶۷سلنه خلک پر دې باوري دي چې حکومت د سولې لپاره قوي اراده او هوډ نه لري.

د دغه مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امين ويلي و د سولې شورا اړوند ويلي و، چې دل يواځې نمايشي شورا ده او تر دې دمه يې د سولې په برخه کې هيڅ ډول پرمختګ نه دی کړی، ځکه د ټولپوښتنې له مخې اويا سلنه خلک د سولې په برخه کې حکومت په خنډونو جوړولو ملامت بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ داسې راپورونه ورکول شول ګنې د طالبانو او حکومت استازي د حزب اسلامي په منځګړيتوب په ترکيه کې د سولې اړوند غونډه لري.

خو طالبانو دغه خبرې رد کړې او په يوه خبرپاڼه کې يې وويل: چې د ترکيې غونډه کې د دوی کوم استازی ګډون نه لري.

طالبان وايي: اسلامي امارت واضح اجنډا لري چې هغه د اشغال خاتمه او په هیواد کې د افغان شموله اسلامي نظام راوستل دي.

مخکینې مطلب

میدان وردګ: د ګډو ځواکونو په شپینۍ چاپه کې ولسي وګړو ته د سر او مال دروند زیان اوښتی

بل مطلب

کندوز: مرکز کې طالبانو پر پوسته چاپه وهلې او په چهاردره کې یې پیل شوي عملیات له خنډسره مخ کړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com