جمال ایوبي
کله چې پر یو هېواد یرغل کیږي هغه ضرور ګټونکی او بایلونکی لري که یرغلګر خپلو اهدافو ته ورسید نو په سیمه کې فاتح دی او که په دې لاره کې مات او ګوډ شو نو ښکاره خبره ده چې شکست یې وخوړ.
امریکایانو له ۲۰۰۱کلونو راپدیخوا د سترو اهدافو لپاره د تروریزم(طالبانو) د محوه کولو په نامه پر افغانستان یرغل راوړ د خپلو مقاصدو تر لاسه کولو لپاره یې د نړۍ اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونه جذب او په خپل صف کې ودرول، د خپلې مبارزې ظاهري اهداف یې رسنیز کړل لکه: طالبان له مینځه وړل،امنیت تأمینول،فساد ختمول او داسې نور …
په ډیر متکبرانه انداز یې طالبانو ته ګواښونه کول د نابودۍ نعرې یې وهلې او نړیوالو ورسره دا هر څه بدرګه کول.
د متکبرې امریکا په فرعوني غږ سره ټولو اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونو د طالبانو سره سیاسي او نظامي روابط قطع کړل.
امریکا د جنګ په پیل کې خپل مقاصد روښانه کړي ول او جګړې ته یې پرې ادامه ورکوله.
د اهدافو په سر کې یې د طالبانو ریښې له مینځه وړل و
خو دا دی وینو چې اوس طالبان لا پیاوړي شویدي هم په سیاسي او هم په نظامي ډګر کې، سیاسي روابط یې د نړۍ اکثریتو هېوادونو سره ترمیم کړیدي په نظامي ډګر کې یې امریکایي جنرالان د ماتې په اعتراف مجبور کړل.
د امریکا سیال هیوادونه چې روس او چین دی د تروریزم سره د جنګ په پیل کې د امریکا تر شا ولاړ ول خو نن روس او چین طالبان په رسمیاتو پیژني د سیاسی روابطو ټینګول ورسره خپل حق بولي
او هم روسان د طالبانو مبارزه د اشغال پر وړاندې بولي.
دوهم د امنیت تأمینول:
د نورو ولایتونو امنیت به پریږدو، په کابل کې او بیا د ارګ تر څنګ یې هم امنیت ندی راوستلی د کابل په زړه کې یې بار بار پر امریکایانو او د دوې په ملاتړو مرګونې ګذارونه کړیدي، پخپله نیکلسن وایې چې په کابل کې دوې ځمکني تګ نشي کولای، دا څه معنا لري؟
د اکثریتو ولایتونو شپیته فیصده خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده او په نورو برخو کې یې جنګ دی.
کومې سیمې چې د امریکایانو او دولت په ولکه کې دي هلته غلا او اختطاف شتون لري، امنیت یې په صفر کې ضرب دی.
پخپله امریکایی مبصرین وایې چې د امنیت په برخه کې امریکا او ددوې ملاتړي ناکام دي.
دریم فساد له مینخه وړل:
که د فساد په برخه کې ووایو نو فساد پخپله امریکانو رامنځته کړ، کرزی صیب پخپله وایې چې امریکایانو به هغه چاته روپۍ ورکولې چې ډیر به فاسد وه
د یرغل له پیله ان تر دې وخته پورې دولتی چارواکي له فساده خالي ندي، د امریکا په لاس جوړ شوی نطام هر ځل په نړیواله سطحه په فساد کې(top3)کې راځي
نظام یې د سر نه تر ښپو پورې په فساد کې ککړ دی.
نو ویلی شو چې امریکا او ددوې ملاتړي ددې جګړې بایلونکی دي ځکه پخپلو اهدافو کې ناکام او له ماتې سره مخامخ شول.
نو افغان سیاسي شنونکي دې مهربانی وکړي خپل تحلیل دې په پراخه او ازاد فکر سره کوي دا خبره دې نه تکراروي چې دا جګړه ګټونکی نلري
امریکا او دغه نظام څرګنده شکست خوړلی اهداف یې جام او خنثا شول، او په سیمه کې طالبان فاتحین او ګټونکي دي.
دا به ستر خیانت وي چې د استعمار پر شکست سترګې پټې کړو او دې جګړې ته د نه ګټونکی نوم ورکړو.


















