(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۶ فرید افغان)
په دې وروستیو کې طالبانو د نظامي بوختیاوو ترڅنګ د ټولګټو پروژو رغولو ته هم ملاتړلې او د مؤسساتو کمیسیون یې په ګڼو ولایاتو کې رغنیزې پروژې یا ترکار لاندې نیولې او یا هم بشپړې شوې دي.
له کندوز څخه راپورونه وایي چې دطالبانو د ‹‹ مؤسساتو کميسيون›› له خوا نن د امام صاحب په ولسوالۍ کې د یو لوی سربند دجوړولو چارې پیل شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د امام صاحب په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، پکې د کندوز قومي مشرانو، د طالبانو د مؤسساتو د کمیسیون رئیس او د ګڼو خیریه مؤسساتو استازو ګډون درلود .
د الامارة د راپور ترمخه؛ د دې بند په جوړولو ټولټال ۱۰ مليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په مټ به یې د يادې ولسوالۍ تقريبا ۲۲۰۰۰ جريبه ځمکه خړوبه شي.
د یاد بند د افتتاح چارې نن رسماً د پټۍ په پریکولو سره پیل شوې.
د طالبانو د مؤسساتو دکمیسیون له خوا د دې بند منظوري ۵ کاله وړاندې راغلې وه چې هغه مهال د امام صاحب د ولسوالۍ سیمیزو پولیسو (اربکیانو) د بند دوه انجینران وتښتول او د بند کار په نیمایی کې پاتې شو.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د ورته عام المنفعه چارو د جوړولو اقدام کوي، په تیر کې یې هم په ګڼو ولایاتو کې په رغنیزو پروژو کې خپله رغنده ونډه درلودلې ده، چي تردې مهاله یې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې لسګونه کیلومتره سړکونه جوړ کړي، ګڼ شمیر کلینکونه، مدرسې او مکتبونه یې رغولي او ګټي اخیستني ته سپارلي دي.


















