سمنګان: يوه پوليس يوه نجلۍ په ډزو وژلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۷) د سمنګان ولايت د امنيې قومندانۍ وياند منير رحيمي وايي، د سمنګان د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سيمه کې يوه پوليس يوه نجلۍ په ډزو سره وژلې ده.
نوموړي کليد راډيو ته ويلي، د ګل رحمن په نوم يوه پوليس له تيرو څو ورځو راهيسې له يوې نجلۍ سره اړيکې لرلې، خو د هغې د ورور او ماما له لوري دغه پوليس تهديد شو.
د رحيمي په وينا، نوموړی پوليس نن سهار د نجلۍ کور ته ورغلی او له لفظي شخړې وروسته يې ياده نجلۍ په ډزو ويشتلې ده.
امنيتي مسئولين وايي، د مرکز ايبک لومړۍ امنيتي حوزې ته يې د دغې پوليس د نيولو امر کړی دی.
د هېواد په ځينو سيمو کې کله ناکله د پوليسو له لوري ورته ډول پېښې رامنځته کېږي چې ډیری وخت د ځينو امنيتي او دولتي ادارو کارمندان او پوليس د عامو خلکو په کورنيو مسلو کې مداخله کوي، چې وروسته په تاوتريخوالي اوړي او مرګ ژوبل رامنځته شي.



