د امریکا دځواک پرضد دترکیې امادګي او په پلوي یې د دری ګونو مطرحو قوتونو دریځ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۷ فرید افغان)
په دې وروستیو کې د امریکا او ترکیې ترمنځ روابط پیچلي شوي، امریکا غواړي په سوریه کې د ترکیې سره پر پوله ۳۰ زره کرد وسلوال ځای پرځای کړي خو ترکیه یې د خپل هیواد دامنیت لپاره ګواښ بولي اومخه یې نیسي.
ترکیه دغه جنګیالي د pkk کارګر ګوند وسلوالو پورې تړلي بولي چې له کلونو راهیسې له دغه هېواد څخه د خپلواکۍ اخیستلو په موخه مبارزه کوي.
امریکا وایي نوي ځواک یې تر روزنې لاندې نیولی ترڅو وکولی شي د داعش ډلې سره سره نیغ په نیغه جګړه وکړي .
دا عسکر به د سوریې په هغو پولو کې رامنځته کیږي چې له ترکیې او عراق سره تړلې او همداراز به د فرات پر سیند هم یوټولی ځای پرځای کیږي
امریکا همداراز ویلي چې د دي ځواک نیمايي برخه به د سوریې پوځي ځواکونه تشکیلوي وي.
غبرګونونه:
د امریکا دې ګام د ترکیې په ګډون د سوریې ،روسیې او ایران سخت غبرګونونه راپارولي دي.
ترکیې ویلي چې امریکا دې د زمري په لکۍ لوبې نه کوي اوګواښ یې کړی چې نوی ځواک به په نطفه کې له منځه وړي او د دې لپاره کامل تیاری لري .
سوریې دا پر خپل هیواد څرګند تیری بللی او ویلي یې دي چې امریکا له نړیوالو اصولو څخه په کامله سرغړونه یوه ورانوونکې سیاسي لوبه مخته وړي.
روسیې او ایران دا یولوی خیانت بللی او امریکا یې تورنه کړې چې په سیمه کې لا شخړو ته لمن وهي .
بل پلو،
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جمیز متیس د خپل ترکي سیال اوغلو سره په یوه کتنه کې ویلي چې دا موضوع به په خپله څیړي او جزیات به یې له ترکي مقاماتو سره شریکوي.
د پنټاګون ویاند پاهون ویلي چې د ترکیې اندیښنو ته په پام سره به داسې ګام پورته کوي چې ټولو اړخونو ته دمنلو وړ وي.
د کرد جنګیالي له تیرو څو کلونو راپه دې خوا د امریکا له خوا تمویلیږي او له هغوی څخه امریکا د سوریې دشمالي برخو دنیولو په موخه کار واخیست.
ترکیه وایي چې د امریکا مرستې د کردانو کارګر ګوند پي کې کې مشر عبدالله اوجلان ته رسیږي.
ترکیه ویره لري چې د اوجالان په مشرۍ د کردانو کارګر ګوند به د سوریې له تضعیف څخه په استفادې د امریکا په مرسته انقرې ته سرخوږی جوړ کړي
تازه؛
تازه خبرونه وایي چې ترکیې خپلو سرحداتو ته زرګونه زغروال ټانګونه او لسګونه زره پوځ استولی ترڅو وکړای شي د دې پوځ تر جوړولو مخکې دهغوی مخه ونیسي.
د المیادین خبري شبکې د راپور ترمخه، ترکي ځواکونه د سوریه سرحدي سیمې د عین العرب ښارګوټي په پولو کې میشت شوي دي.



