عطانور: که خبرې نتيجه ورنه کړي سرتاسري پاڅون به وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۸) د بلخ ليرې کړل شوي والي عطامحمد نور ګواښ کړی، که د جمعيت او ملي يووالي حکومت تر منځ خبرې نتيجه ورنه کړي، نو دی به خپل پلويان سرتاسري پاڅون ته وهڅوي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په بلخ کې د يوې غونډې پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې په لومړي قدم کې د دغې ستونزې د حل لپاره له سياسي لارو چارو د حل غوښتونکی دی، خو په وينا يې که خبرې يې بې پايلې شوې د دولت پر وړاندې به سرتاسري پاڅون وکړي.

نوموړي پر ملي يووالي حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل چې “حکومت د سياسي مشرانو د حذف په لټه کې دی، ټولنيز سياسي عدالت نه پلی کوي، د امنیتي وضعيت په ټنګښت او د اداري فساد په له منځه وړلو کې پاتې راغلی” په خبره يې هيڅ ډول پريکړه دغه ستونزه نه شي حل کولی ترڅو سرتاسري پاڅون وشي او “دروغجنو څېرو دېوال ونړول شي”.

عطانور ګواښ وکړ:”که‎ په نږدې ورځو کې يوې هوکړې ته ونه رسېږي، نو د جمعیت د مشرتابه په مشوره څو ورځې وروسته ضرب الاجل ټاکل کېږي او روان حالت ته به تغير ورکړي”.

شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړه، چې د عطا محمد نور استعفا يې منلې او د هغه پر ځای يې انجينير داود د دغې ولايت لپاره والي ټاکلی.

خو عطانور د هغه په اړه د ارګ پريکړه رد کړه او له هغې وروسته يې په وار وار د خپلې دندې په پرمخ بيلوو ټينګار وکړ.

تر دې دمه نوی والي نه دی توانېدلی چې په رسمي ډول خپله دنده پيل کړي.

تېره اوونۍ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وويل: چې له دې وروسته په دولتي ادارو کې د عطانور لاسليک نه منل کېږي.

د ولايت له دندې د ښاغلي نور له ليرې کېدو وروسته د جمعيت ګوند او ګډ حکومت تر منځ د روانې شخړې د حل په موخه نږدې اووه ځله خبرې شوي، خو تر دې دمه حل ته نه دي رسېدلي.

جمعيت ګوند له دولت څخه څو غوښتنې کړي، چې مهمې يې د بلخ لپاره د عطانور په خوښه والي ټاکل، د ګډ حکومت د رامنځته کېدو هوکړه بشپړه تطبيقول، په اساسي قانون کې تعديل راوستل او د برېښنايي تذکيرو وېشل دي.

عطا محمد نور له تېرو پنځلس کلونو راهيسې د بلخ د والي په توګه دنده کوله، خو د اشرف غني په واکمنۍ کې ټول واليان له دندو ګوښه شول او يواځې عطانور سرپرست والي پاتې شوی و چې په ۲۰۱۶م کال بیا د غني له لوري د والي په توګه وټاکل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button