امریکایان نه غواړي دا وطن جوړ شي
ډاکټر اشرف غني وایي په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې شتون لري؛دمفکر عجیب تفکر او عجیبه دعوه ده

نعمان لطیف
دوه لیونیان داسې مهال مسجد ته داخل شوي چې جمعَ ولاړه ده. لیږه شېبه ورته ولاړ شوي، او بیا یوه دې بل ته ویلي چې دا څه کیسه ده؟
هغه ورته ویلي زه پوه شوم. ټوله کیسه په هاغه مخکني سړي کې ده، ټول خلک همغه ښکته او پورته کوي.
لیونی تر موږ په عقل کې ښه ؤ، دومره درک یې وکړای شوای چې دا خلک څوک ښکته او پورته کوي؛ خو له بده مرغه چې موږ په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې دومره درک نه شوای کړای چې روانه جګړه څوک تاؤده ساتي، امریکایان دلته څه اهداف لري او څوک یې د ناوړه اهدافو تحقق ته کار کوي؟
ډاکټر اشرف غني وایي په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې شتون لري؛دمفکر عجیب تفکر او عجیبه دعوه ده
لومړی خو دا سپېره درواغ دي چې دلته ۲۲ ترهګرې ډلې فعالیت کوي، له مفکر را نیولې تر مټکور هیڅوک د ۱۰ ډلو نومان هم نه شي ذکر کولای
بالفرض که یې ومنو، ټولې به دداعش او ملا رسول ډلې په څېر امریکایي ساخت کرایه ډلې وي چې اشغالګرو د طالبانو د توند مقاومت دکمولو لپاره جوړې کړي دي.
له CBS امریکایي تلویزیون سره ډاکټر صیب غني پخپلو خبرو کې، له پیله تر پایه ولس ته دا انګېزه ورکؤله چې ګویا اشغالګر امریکایان زموږ خواخوږي او همدرد دي، او باید همدلته را سره پاته شي.
د ډاکټر صیب اشرف غنې مرکه که څه هم یو منل شوی حقیقت دی خو منظمه پلان شوې مرکه هم ده
ددې مرکې له لارې ډاکټر غني هڅه وکړه چې افغان ولس ذهناً د اشغال زغملو ته اماده کړي، ځکه یې په مرکه کې بار بار د اشغالګرو پوځیانو د وتلو په پایله کې، د پېښیدونکیو احتمالي ګواښونو یادونه کؤله.
د ډاکټر صیب غني دا درک درست دی چې د اشغالګرو پوځیانو تر وتلو وروسته دکابل کاواکه اداره شپږ میاشتې دوام نه شي کولای؛ پوښتنه دا ده چې تر دې باور وروسته، بیا ولې دخپلمنځي جوړ جاړي پر ځای دیرغلګرو پوځیانو راتګ ته ښه راغلاست ویلی کېږي، او دسولې د اصلي ادرسونو پر ځای تمثیلي کرکټرونه ښکته پورته کېږي؟
آیا ډاکټر غني په رښتیا نه پوهېږي چې دا خلک څوک ښکته او پورته کوي؟
زه په پوره ډاډ سره وایم چې ډاکټر غني ته امریکایانو ویلي دجنرال عطا استعفاء ومنه او چې کله یې استعفاء ومنل شوه، جنرال عطا ته هم امریکایانو وویل چې پښې کلکې کړه، موږ درسره یو. دا ټوله لوبه د امریکایانو ده، او ټوله لانجه همدوی جوړه کړې او ګرمه کړې ده.
دسولې په اړه هم امریکایانو لوبې روانې کړي دي. ترڅو دسولې په برخه کې لیږ یا ډېر جوړ شوی باور هم له مینځه یوسي او افغان ولس لکه دنور هر څه په څېر په سوله هم بې باوره کړي
ډاکټرصیب غني د اشغالګرو په ټولو لوبه پوه دي او د اشغالګرو په زړونو کې خپل حیثیت او مقام هم ورته معلومېږي، خو متأسفانه چې بیا هم د اشغالګرو بقاء ته ذهن سازي کوي.
دا به د افغان ولس بد مرغي وبولو چې خپل افعانان یې په سرنوشت لوبې کوي او په ټول توان، او ولس سره په دښمنۍ په ډېر مهارت او مکر د بې رحمه اشغالګرو بقاء ته لارې لټوي.
دا ځینې خلک چې ښکته او پورته ښوري او هره ورځ نوې نخرې او لانجې زېږوي دا پخپله نه ښوري، نه خپلواک دي او نه دومره تکړه او نارینه دي. دایې امریکایان ښوروي او ددې لپاره یې ښوروي چې مرکز پرې وګواښي ترڅو مرکز ددوی د اوامرو په وړاندې خم سر ولاړ وي.



