اجرائيه رياست: اساسي قانون دې تعديل او لويه جرګه دې راوبلل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۸) د ګډ حکومت د هوکړې د عملي کېدو کمېسيون مشر محمد ناطقي وايي، ټول واک ولسمشرۍ ماڼۍ انحصار کړی او اجرائيه رياست د مهمو پریکړو په اجرا کې هيڅ رول نه لري په داسې حال کې چې د کابينې د پريکړو اجرا کېدل د اجراييه رياست واک دی.

نوموړي د اساسي قانون د تصويب د څوارلسمې کليزې په مناسبت يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: اساسي قانون په سياسي، اقتصادي، امنيتي او په ټولو برخو کې ولسمشر ته له اندازې زيات صلاحيتونه ورکړي او بايد په قانون کې تعديل وشي، ځکه په وينا يې ټول واک ولسمشر انحصار کړی دی.

ناطقي د ګډ حکومت پر پریکړه ليک هم نيوکه وکړه په خبره يې، په شوې هوکړه کې اجرائيه رياست ته په ټولو بنسټونو کې د پريکړو د اجرا کولو واک ورکړل شوی، خو اجرائيه رياست هيڅ صلاحيت او د پریکړو د اجرا کولو واک نه لري، ټول واکونه ولسمشر سره دي.

له بلوه پلوه اجرائيه رياست هم د نظام په بدلون او د اساسي قانون په تعديل ټينګار کوي او وياند يې مجيب الرحمن رحيمي وايي: ” اجراییه ریاست د نظام پر بدلون، د قانون په تعدیل د سیاسي هوکړې پر پلي کېدو او د واک نه متمرکز کېدو ته ژمن دی”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button