د مسلمانو کډوالو په ورتګ د اروپايي هېوادونو اندېښنه

تبصره 

د ۲۰۱۷ز کال په پای کې اروپایي هېوادونو ته د مسلمانانو په ورتلو سخته اندېښنه ښوول شوې ده، چې په اروپايي ټولنه کې یې د سیاستوالو تر څنګ د مذهبي ډلو اندېښنه هم زیاته کړې ده.

د سروې له مخې، له امریکا او برتانیې څخه په دویم قدم کې زیات مسلمان پناه غوښتونکي په اسټرالیا، اتریش، بلجیم، ډنمارک، المان، ناروې، سویډن، هنګري، هالنډ او نورو هېوادونو کې کې مېشت شوی دي.

د یو شمېر اروپايي هېوادونو د سیاستوالو نیوکې وې چې المان ته یې د مسلمانانو په ورتلو کې ستونزې زیاتې کړې. که څه هم د المان واکمنې انګیلا میرکل د پناه غوښتونکو پر مخ د المان دروازې پرانیستې وې، خو په وروستیو کې  پر میرکل په المان کې د مخالفینو ترڅنګ نورو اروپايي هېوادونو هم نیوکې زیاتې کړې چې د پناه غوښتلو لپاره د څېړنو موده یې له دوو میاشتو تر یوولسو میاشتو وغځوله.

که څه هم تایلنډ په اروپايي هېوادونوکې نه شمېرل کېږي خو د مسلمانانو په مقابل کې د تایلنډ چارواکو د تېرو کلونوپه پرتله پالیسي نه ده سخته کړې.

په اروپايي هېوادونوکې د کډوالو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو پر خلاف المان نرمه او هنګري سخته پالیسي لري، چې د هنګري لومړي وزیر په توند غبرګون د مسلمانانو پناه غوښتونکو په وړاندې د هنګري مخالفت څلور چنده شوی دی.

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان د مهاجرو د نه منلو په برخه کي د خپل هېواد د تګلارې دفاع کړې ده. اوربان له آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» سره په مرکه کي د کډوالو په تړاو ويلي دي: «موږ دغو انسانانو ته د مسلمانو مهاجرو په توګه نه ګورو، بلکي موږ دوی ته د مسلمان يرغلګرو په سترګه ګورو چې د وخت په دوام امکان لري د مسلمانانو شمېر څو چنده زیات او په اروپايي ټولنه کې د مسلمانانو په نفوذ سره اسلام پرمختګ وکړي».

ويکتور اوربان په مرکه کي زياته کړې ده چي مهاجر په اصل کي پناه غوښتونکي نه دي، بلکي هغوی اقتصادي مهاجر دي چي غواړي ښه ژوند ولري او د ښه ژوند د تېرولو تر  څنګ دا هم کېدای شي چې په اروپايي هېوادنوکې د اسلام دین ښه پرمختګ وکړي.

اوربان یواځې د مهاجرو په تړاو نه، بلکې د مسلمانانو په اړه تر یهودو هم د سخت سياست او مخالف له امله په ټوله اروپا کې مشهور دی چې نه غواړي په هنګري کې کډوال ومني. هغه څو ځله رسنیو سره په مرکو کې ويلي چې د کډوالو په نوم مسلمانان او اسلام په اروپايي ټولنه کې نفوذ کوي، باید په سختۍ سره یې مخه ونیول شي.

د اروپايي هېوادونو سیاستوال او مذهبی مشران یې په ځانګړي توګه توندلاري عیسوي کاتولیکان په دې نظر دي چې اروپايي هېوادونو ته د مسملمانانو کډوالتوب او پناه غوښتنې به د عیسوي مذهب د پرمختګ پر ځای د اسلام په پرمختګ تمام شي.

د اروپايي هېوادونو مذهبي مشران او یو شمېر د اربان په څېر واکمن یې په دې نظر دي چې اروپايي هېوادونو ته د مسلمانانو زیات ورتګ به په اړینه توګه د متوازي ټولنې د رامنځته کېدا لامل وګرځي. د هغوی په اند، هیڅ وخت عيسويت او مسلمانه ټولنه سره يو ځای نه شي پاتې کېدای.

په امریکا کې  د پيو په نوم انسټيټيوت په اروپا کې د مسلمانانو د شمېرد زیاتوالي  په اړه  يو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کي څرګنده شوې ده چي تر ۲۰۵۰ز کال پورې به په اروپا کې د مسلمانانو شمېر دوه چنده زيات شي.

د یاد انسټیټیوت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ز کال په پرتله په اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو شمېر له پنځه سلنې څخه اووه سلنې ته لوړ شوی دی او کېدای شي راتلونکو پنځلس کالو پورې په اروپا کې د مسلمانانو په ورتګ او دمخه په اروپا کې د قبول شویو مسلمانانو په اوسېدا اسلام پرمختګ زیات کړي. د کاتولیکانو په اندېښنه، د اروپايي وګړو په پرتله مسلمانان زیات ماشومان زېږوي، نفوذ به یې په اروپا کې د اسلام د پرمختګ سبب وګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button