د سولې په هکله وروستۍ هڅې، هیلې او تازه ادعاوې

اونیز راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۸)
په دې وروستیو کې د افغانستان د معضلې لپاره په نړیواله او داخلي سطحه توجه زیاته شوې ده.
که څه هم بهرنیانو او افغان حکومت له وړاندې ویلي چې طالبان به د زور له لارې اړ کوي تر څو وسلې پر ځمکه کیږدي دي او د افغانستان اساسي قانون او د نړیوالو حضور په ورین تندي ومني.
داټول هرڅه تر دې وروسته راځي چې د امریکایي چارواکو نوې جوړه شوې جګړییزه پالیسي ورځ تربلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او لکه څنګه چې لویدیځو شنونکو اټکل کړی و، اوضاع هغسې روانه ده.
د لویدیځ سیاسي څیړونکو د ټرمپ د پالیسي تر اعلان وروسته ویلي و چې د طالبانو ماتیدل په افغانستان کې ناشونې اصطلاح ده او څومره چې په دې هیواد کې دجګړو لمن غځول کیږي، هغومره به یې زیانونه ټول سیمیز او ښکیل هیوادونه ګالي.
که څه هم امریکایي ځواکونه د جګړییزې پالیسي ترمخه خپل تلفات په کره توګه نه اعلانوي خو طالبانو ویلي چې سږ کال یې تر ۲۰۰ ډیر بهرنیان وژلي دي.
او افغان ولسمشر بیا د ۴ زرو افغان امنیتي ځواکونو د وژلو او زرګونو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
د تلفاتو زیاتیدو افغان او امریکایي چارواکي اړ کړي ترڅو دخپلو هغه ګواښوونکو شعارونو په هکله له سره فکر وکړي چې په وینا یې طالبان به د زور له لارې خبرو ته اړ کوي.
افغان حکومت داسې مهال سولې ته زړه ښه کوي چې څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د حزب اسلامي په وساطت طالبانو او افغان حکومت ګډه ناسته درلوده، یادې ناستې وروسته ترهغه خپل اهمیت په ټولیز ډول له لاسه ورکړ چې طالبانو، افغان حکومت او آن حزب اسلامي پکې د خپلو استازو د ورتګ خبره رد کړه.
ترهغه وروسته؛
تیره ورځ بیا افغان ولسمشر به یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او زیاته یې کړه چې له پاکستان سره سولې ته اماده دی او په طالبانو یې غږ وکړ چې که خپلواک وي له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته کیني.
طالبانو چې په تیر کې په ځلونو افغان حکومت لاسپوڅی رژیم بللی او او دا یې په عمل کې ثابته کړې چې د نورو هیوادونو ترحاکمیت لاندې نه دي او مستقله ایدیالوژي لري دا ځل یې د غني خبرو ته هیڅ اهمیت ورنه کړ او د غندلو او تردید په اړوند هیڅ هم ونه ویل.
پر همدې حال کې
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د استازو له راتګ او د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه د غونډې رابللو بیا روسیه اړ کړه ترڅو د افغان جګړې د ختمولو او په دې هیواد کې د سرتاسري امن د راوستلو په موخه په دې کشاله کې د وساطت وړاندیز وکړي .
روسیې د افغانستان د لاینحل ستونزې د ترفیع په خاطر یې د جدي او ریښتیونو مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه.
روسیه ویره لري چې امریکا به د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې نفوذ زیات کړي ترڅو یې په توسط روسیه نا امنه شي نو یې خپل هیواد ته د جګړییز ناورین دسرایت د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې
د ملګرو ملتونو دوریي منشي عمروف چې څو ورځې وړاندې کابل ته هم راغلی و، دافغان چارواکو له قوله ویلي چې طالبان یوه نه، بلکه څو ډلې دي او خبرې ورسره ستونزمنې دي.
نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني هم په افغانستان کې د ۲۱ ډلو له فعالیت څخه خبر ورکړی و.
د دومره لویو ډلو د خوځښت خبره د لومړي ځل لپاره امریکایي ولسمشر ټرامپ راپورته کړه خو لاهم افغان او امریکایي چارواکو نه دي ویلي چې هغه ۲۱ ډلې څوک او کومې دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بهرنیانو او افغان دولت ترټولو لویه مخالفه ډله طالبان بلل کیږي او د داعش په نامه ډلې ته د امریکایانو دملیشو په سترګه کتل کیږي.
بل پلو
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي چې له کابل څخه یې هم لیدنه کړې ویلي؛ چې له بل هر وخت څخه له طالبانو سره مذاکراتو ته نږدې شوي دي.
هیلي ویلي چې امریکایي ځواکونو په دې هیواد کې هوایي بریدونه درۍ چنده زیات کړي خو وایي چې دټرمپ پالیسي بریالۍ ده او افغانستان کې یې د وضعیت د ښه کیدو خبر ورکړی دی.
نوموړې داسې مهال داخبرې کوي چې څو ورځې وړاندې د سي بي اس نیوز امریکایي خبریالې سارالوګن د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان له قوله ویلي و، چې د کابل په هوایي ډګر کې یو امریکایي هليکوپټر د (سفارت) په نوم نومول شوی. د همدې هلیکوپټر په مټ امریکایان او نړیوال همکاران یې د هوایي ډګر او امریکایي قوماندانۍ ترمنځ (چې پنځه دقیقې واټن دى) تګ راتګ کوي. زه چې په کومه الوتکه کې سپور وم، دا یې لسم وار و چې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ ته له کابل هوایي ډګره پر لاره وه.
نوموړې د امریکایي قوماندان له قوله وایي؛ کابل ښار کې طالبانو امریکایي پوځیان اړ کړي چې له وېرې سړکونه پرېږدي او اسمان ته پورته شي
څو کاله مخکې د امریکایي پوځیانو کاروانونه هره ورځ د کابل پر سړکونو ګرځېدل، خو اوس په کابل کې د دوی د اوسېدلو طرز بېخي بدل شوی دى. اوس له هوا څخه د دوی شتون په څرګند ډول ښکاري چې د سیمنټي دېوالونو په منځ کې اوسېږي
پر همدې حال کې پخواني لومړي وزیر احمدشا احمدزي د اناضول خبري اژانس ته ویلي چې که دواړه لوري سولې ته ژمن وي باید یو دبل غوښتنو ته باید غاړه کیږدي.
نوموړي ویلي چې که څه هم مرکزي حکومت ته د امریکا نشتون ستونزمن ښکاري خو په وینا یې چې امریکایان دې ژمنه وکړي چې د دومره معلومې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي بیا هم سوله ممکنه ده.
احمدزي ویلي چې د حکمتیار راتګ افغانستان ته هیڅ ګټه نه ده درلودلې او یواځې په هغو سیمو کې څه ناڅه رول لري چې حزب یې نفوذ پکې لري.
نوموړي همداراز په صراحت سره وویل چې حکمتیار له طالبانو سره هیڅ اړیکه نه لري.
نوموړي اناضول ته ویلي چې حکمتیار باید دولت ته په راتګ کې له طالبانو سره مشوره کړې وای خو داکار یې نه دی کړی او کوم امتیازات چې له حکومت څخه ترلاسه کوي هومره فعالیت هم نلري.
احمدزي ویلي چې د روان بنبست د پای لپاره تر ټولو ښه لار د اشرف غني استعفا ده او بس.
خو په وینا یې چې غني کله هم استعفا نه مني او وایي چې که هیواد له هرڅومره بحران سره مخامخ شي بیا به هم استعفا ته حاضر نه شي.
بلخوا
د محاذ اسلامي ګوند استازي اسلام آباد ته تللي تر څو له قطر څخه د ورغلو طالب مشرانو سره لیده کاته وکړي.
د راپورونو له مخې، د شهاب الدین دلاور او مولوي رسول په مشری د طالبانو پلاوي تېره اوونی له قطر څخه اسلام اباد ته سفر وکړ.
پاکستاني چارواکو ډان نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغان سولې په هکله د خبرو اترو په برخه کې د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلي.
چارواکي زیاتوي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي او غواړي د طالبانو د قطر دفتر له لارې له امریکایانو سره چې د جګړې اصلي لوری دی مخامخ خبرې وکړي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، یاد پلاوي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو په هکله د اسلام اباد وړاندېز هم رد کړی دی.
خو ځینو باخبره سرچینو کابل ټکي کام ته ویلي چې؛
شل شپې وړاندې ۳ کسان له قطر څخه د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تللي وو چې دا اوازه له هغه ځایه پورته شوې.
او کومې اوازې چې خپرې شوې هیڅ حقیقت نه لري



