فراه چارواکي: د طالبانو په بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

دغې ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي د طالبانو له لوري د فراه ښار د کلابندۍ خبر ورکړی و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۸) د فراه چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغې ولايت مرکز مربوط د “ګنهکان” په سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي پکې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، په دغو تازه نښتو کې د شپږو طالبانو د وژل کېدو سبيره دوه تنه طالبان او دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

خو د ولايتي شورا غړې جميله اميني بيا وايي، په ګنهکان سيمه کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې پنځه سرتيري وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د هغې په وينا، په دغو نښتو کې دوه طالبانو يواځې سرسري ټپيان شوي دي.

طالبانو د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د دوه ساعته جګړې په پايله کې ياده پوسته په بشپړه توګه نيول شوې او پکې شپږ تنه عسکر وژل شوي دي.

طالبانو ويلي، له يادې پوستې څخه يې څلور ميله سپکه، دوه ميله درنه ، دوه موټرسيکلونه او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.

طالبان وايي، په دغې جګړه کې د دوی يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د دغې ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي د طالبانو له لوري د فراه ښار د کلابندۍ خبر ورکړی و.

نوموړي سلام وطندار ته په خپلو خبرو کې وويل، هره شپه پر امنیتي پوستو د بريدونو له کبله له لسو تر پنځلسو عسکر وژل کېږي.

د فراه ښار اوسېدونکي وايي، طالبان د والي او امنيې قومندانۍ دوه کيلو مترۍ ته راځي او په امنیتي پوستو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button