له ترکیې سره د ټکر پر مهال به کُردي جنګيالیان هم د ترکیې پر ضد ودرېږي

که د ترکیې لخوا د سوریې شمال ته د حلب په عفرین سیمه هر ډول یرغل وشو نو د سوریې دموکراتیک مجلس ډله به د سوریې له ځواکونو سره په یوه مورچل کې د ترکیې پر ضد وجنګیږي.
د سوریې د دموکراتیک مجلس چې له کُردي ولس نه دفاع کوي او کردان یې د ملا تیر تشکیلوي د سیاسی کمیټې غړي حکمت حبیب د مخالفینو د سمارت خبري اژانس ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د عفرین د خلکو نه د دفاع په موخه به د سوریې له رژیم سره اوږه په اوږه د جګړې هوډ لری او دا په دې معنا نده چې ګوندی یا کمزوري او یا له ترکیې ویره لري.
حبیب ټینګار وکړ چې دغه مجلس به په خپل ټول مدنی او نظامي توان سره د عفرین له سیمې دفاع وکړي، خو په عین وخت کې په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکایی او ائتلافي نړویوالو ځواکونو شتون د دوی په اند یو مثبت ګام دی.
د سوریې رژیم د بهرنیو چارو د وزیر معین فیصل مقداد، ترکیې ته د حلب د لویدیځ په عفرین سیمه کې چې د کُردي جنګي ډلو تر ولکې لاندې ده د هر ډول نظامي اقدام په اړه خبرداری ورکړی.
مقداد تیره پنجشنبه په ډاګه وویل چې هیواد به یې دا اقدام د سوریې پر ضد دښمنانه عمل وګڼي او په عین وخت کې یې ټینګار وکړ چې د دوی ځواکونو خپل ځواکونه بیرته په سیمه کې ځای پر ځای کړی څو د سوریې په فضا کې د ترکیې هر ډول هوایی تیري ته ځواب ووايي.
په عین حال کې ترکیې په تینګار سره ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د دی هیواد نظامي عملیات چې ډیر زر به پیل شي د سوریې د کردانو پر ضد جګړه نده. د متوقعه عملیاتو پر ضد د سوریې په شمال کې په زرګونو کردان میدان ته راوتلي او د ترکیې پر ضد د جګړې هوډ یې څرګند کړی.
تیره پنجشنبه د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن په خپل مطبوعاتي بیان کې وویل هغه ګامونه چې ترکیه یې په عفرین، منبج او جرابلس او یا نورو سیمو کې اخیستل غواړی یواځې د خپل ولس د امنیت د ساتنې په موخه دي او هیڅکله د سوریې د کُردانو پر ضد ندي، او په دې کې د هیچا اجازې ته اړتیا نلري، دا که د سوریې په شمال کې وي، او یا عراق او یا په کوم بل ځای کی.
په عفرین کې سیاسي ګوندونو هم سیمه ایز خلک په دې جګړه کې د ترکیې پر ضد جګړې ته رابللې او ویلي یې دي چې پر نړیوالو ځواکونو هم له اخلاقي او هم له قانوني پلوه لازم دي چې د ترکیې د تیري په وړاندې له دوی سره ودریږي.
د عفرین لیکوالانو او ادیبانو هم له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې څو د عفرین د ملکي خلکو په اړه خپل مسؤلیت په غاړه واخلي، دوی زیاته کړې چې عفرین یوه بې طرفه سیمه ده خو پردي جنګیالي د ځینو نړیوالو په ملاتړ له دغې سیمې عبور او مرور کوي.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



