سرپل او جوزجان کې طالبانو له داعش ډلې ګڼې سیمې نیولې او جګړه روانه ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې؛ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ اړوند سیمو کې طالبانو د داعشي ملیشو پر مواضعو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو شمیر سیمې د هغوی له وجود څخه پاکې شوې دي.
ځایي سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي چې؛ طالبانو نن سهار د آقسای، بند شاه توت، او سردرې په نامه سیمو کې پر داعشیانو مرګوني بریدونه پیل کړل چې له کبله یې ۵ داعشیان او دوه تنه طالبان وژل شوي او لسګونه داعشي وسلوال ټپیان دي.
د طالبانو له بریدونو سره همهاله داعشي وسلوالو د سرپل په ولایت کې د ‹‹چخمه چقور، آقسای، خواجه عرب›› او په جوزجان کې د ‹‹ سردرې›› په نامه سیمې پریښې او د جوزجان د قوشتپې ولسوالۍ ته یې پناه وړې.
سرچینې وایي د طالبانو تربرید وروسته د دې ډلې دوه قوماندانان حکومت ته تسلیم شوي او ځینې نورو یې طالبانو ته د تسلیمۍ وړاندیز کړی دی.
قوشتپه او درزاب د سرپل په ګاونډ د جوزجان په ولایت کې د داعش ډلې تر ټولو قوي مراکز بلل کیږي چې د دې ډلې سلګونه بهرني جنګیالي چې د اروپایي او منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د دوی مهم روزونکي هم پکې شامل دي دلته میشت دي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړو په تیر کې ویلي و، چې ددې ډلې اکمالات د نا پیژانده چورلکو په توسط ترسره کیږي.
افغان حکومت په ځلونو ویلي چې د داعشیانو تر نفوذ لاندې ولسوالیو کې به عملیات پیلوي خو لا یې هم کوم اقدام نه دی ترسره کړی، ځایي خلک پر افغان حکومت او امریکایي ځواکونو تور لګوي چې په لوی لاس دې ډلې ته په سیمه کې زمینه سازي کوي.
روسیه او ځینې نور هیوادونه پر امریکا تور لګوي چې په سوریه او عراق کې مات شوي داعشیان د هوا له لارې افغانستان ته لیږدوي.
پر همدې مهال ځینې را پورونه تر لاسه شوي چې امریکایي ځواکونه د هرات ولایت له هوایي ګر څخه د هیواد شمال ته داعشیان انتقالوي او په دې اړه په هرات کې مدني فعالانو هم اندېښنه ښودلی ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button