(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۳۰ فرید افغان)
د فراه ولایت ځایي چارواکي او امنیتي مسؤلین وایي چې ولایت یې ورځ تر بلې سقوط ته ورنږدې کیږي او هره ورځ دطالبانو سره په مخامخ جګړو کې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.
د فراه والي محمدعارف شاهجهان چې اوس مهال کابل ته راغلی،رسنیو ته ویلي چې د ولایت په ۳ کیلو متري کې طالبان فعال مراکز لري او روزانه تر ۱۰ ډیر امنیتي ځواکونه د طالبانو د لیزري توپکونو به بریدونو کې وژل کیږي.
نوموړی وایي؛ یواځې په تیره یوه اونۍ کې ۵۰ تنه امنیتي ځواکونه د ولایت په مربوطاتو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
شاجهان زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو ډیری تلفات د طالبانو د لیزري دوربین لرونکو توپکونو له امله دي چې کولی شي دقیق هدف په نښه کړي.
بل پلو د والي مرستیال محمد یونس رسولي وایي چې په ښار کې یې په کامله توګه دفاعي حالت خپل کړی او هیڅ تعرضي برید ته چمتوالی نه لري.
د فراه ولایت د ولایتي شورا وکیله جمیله امیني هم مني چې د دې ولایت زیاتره سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او زیاتوي چې د ولایت له ودانۍ څخه یواځې درۍ کیلو متره لرې د طالبانو خط پروت ده .
نوموړې خبرداری ورکوي چې که وضعیت داډول دوام وکړ په لنډ راتلونکي کې به دا ولایت په ټولییز ډول سقوط وکړي.
د اطلاعات روز په نامه خبرپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې په تیرو دوو اونیو کې تر ۱۰۰ ډیر عسکر د طالبانو په مخامخ بریدونو کې وژل شوي.
یادې خبرپاڼې ته یې سرچینو ویلي چې ځایي امنیتي ځواکونه خپل ټول قربانیان د ۲۰۷ ظفر قول اردو مقر ته لیږدوي او رسنیو ته د کره معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.
د یادونې وړ ده چې د دې ولایت ډیری سیمې اوس هم له طالبانو سره دي او چارواکي تائیدوي چې د طالبانو پرمختګونه د سیمیزو خلکو د پراخې همکاري له کبله دي.

















