(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳۰) له تېرو څو ورځو راهيسې د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د حکومت ژمني عمليات پيل شوي، چې طالبان وايي له ناکامۍ سره يې مخ کړي دي.
د دغې ولايت د پامير شل فرقې د ارکان رئيس سيد قربان موسوي رسنيو ته ويلي، دغه عمليات چې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره دی، تر دې دمه پکې نږدې پنځوس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د يادې ولسوالۍ يو شمير کلي هم نيول شوي دي.
خو د طالبانو له لوري کابل ټکی کام په رالېږلې خبرپاڼه کې د چارواکو له لوري د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا رد شوي زياتوي چې د ګډو ځواکونو عمليات ” د مجاهدینو له کلک غبرګون سره مخ شول، هر ځل په شرمیدلي ډول په شاوتمبول شول”.
طالبان وايي، د دوی له لوري په مقابلو بريدونو کې بهرنيو او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
ويل کېږي، دغه عملیات د بهرنيو هوايي او ځمکنيو قواوو په ملاتړ ترسره کېږي.
يوې ځايي امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، د عملياتو په سیمه کې امبولانس چورلکې ناسته کړې او په عملياتو کې وژل شوي او ټپي عسکر يې لېږدولي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ زياته سيمه د طالبانو تر حاکميت لاندې ده او ويل کېږي چې لا هم د ښکېلو غاړو تر منځ جګړه روانه ده.


















