قطر: له سعودي ویره نه لرو خو له امریکا سره ستراتیژیک مذاکرات کوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۶ فرید افغان)

د قطر د بهرنیو چرو وزیر « محمد بن عبد الرحمن آل ثانی» د فرانسوي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، سعودي ته به کله هم تسلیم نه شي او د دې هیواد ټولې شوم اهداف به له منځه وړي.
آل ثاني زیاته کړه؛ دخپل هیواد په کورنیو چارو کې خپلواک دي او په دې تړاو له هیڅ بهرني هیواد سره مذاکرات نه کوي.
د آل ثاني په خبره؛ هیواد یې هر بهرني یرغل ته پوره چمتوالی لري او که سعودي غواړي چې قطر له منځه یوسي دا هیلې به یې پوره نه شي.
قطري وزیر ویلي چې د سعودي لویه لاسته راوړنه داوه چې عرب هیوادونه یې سره وپاشل او د یووالي قوت مو له منځه لاړ.
بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «هدر نائورت» ویلي چې قطر ته په سیمه کې د یو لوی متحد په سترګه ګوري او د راتلونکې سې شنبې په ورځ به دوه اړخیزه سترانیژیک مذاکرات ورسره پیل کړي.
ویاندې ویلي؛ د مذاکراتو موضوع به له دې هیواد سره د امریکا د سوداګرۍ دپراخوالي، د امنیتي او دفاعي قوت په برخه کې او همداراز په سیمه د داعش دنفوذ اړوند بحث به وشي.
امریکا ویلي له قطر سره به د ایران، عراق افغانستان او سوریې په تازه جریاناتو هم خبرې وکړي.
امریکا وروسته تر هغه دا اقدام کوي چې قطر تیره ورځ وویل چې له روسیې سره یې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندوییز سیستم داخیستلو خبرې کړې.
همداراز یې له بریتانیا او فرانسې څخه هم څو د جنګي الوتکو او نورو بیلابیل وسایلو د پیرودلو خبر ورکړی دی.

د شنونکو په باور امریکا هڅه کوي چې د نورو په څیر د خپلو وسلو د پلور لپاره په قطر هیواد بازار موندنه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button