طالبانو د امریکایي او ناټو چارواکو وروستیو څرګندونو غبرګون وښووده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۶ فرید افغان)

پر انټر کانټیننټل هوټل تر برید وروسته چې د ۴ امریکایانو په ګډون ګڼ بهرنیان او یوشمیر افغانان پکې ووژل شول ، امریکایي او ناټو چارواکو د طالبانو پرضد ګواښونه زیات کړي دي.
په همدې لړ کې امریکایي سفیر جان بس تیره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ له افغانستانه زموږ ملاتړ ‹‹تروریستانو›› ته ښکاره ځواب دی.
سفیر یوځل بیا خبرداری ورکړ چې طالبان به د جګړې له لارې بریالي نشي.
ناټو هم په یوه پیغام کې څرګنده کړې چې؛ طالبان دې يا سوله وکړي، يا دې مرګ ته ځان تيار کړي.
وړمه ورځ هم د ناټو هوایي ځواکونو قوماندان جنرال جیمز هیکړ هم ویلي و ، چې د طالبانو پر وړاندې به له ټول ځواک څخه کار اخلي او ګواښ یې کړی و،چې تر دې وروسته به د بمباریو د زیاتوالي له کبله د طالبانو سترګې په مسلسله توګه په اسمانونو کې وي.
خو طالب ویاند د امریکایي سفیر او د ناټو چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې؛ د امریکايي جنرالانو لخوا په بمبارونو د ویرولو وخت تیر شوی او په وینا یې چې ‹‹ موږ ټول څه تجربه کړي دي››
طالب ویاند ویلي امریکا دې د ګواښونو پرځای د قضیې عمق ته متوجه شي چې ولې یې افغانانو پرضد قیام کړی دی.
‹‹اوس د دې وخت دی چې امریکا د پروپاګند پرځای د قضيې عمق ته متوجه شي او د اشغال د پای ته رسیدو په اړه سالم فکر وکړي››
طالبانو همداراز ویلي چې امریکایان دې په دغو ګواښونو افغانان نه ویروي ، دوی د دین ناموس او هیواد څخه په دفاع کې له مرګ څخه نه ویریږي او زیاتوي چې ‹‹ موږ د خدای په لاره کې شهادت خپل افتخار ګڼو››،
طالبانو همداراز ویلي چې تر هرڅه مهمه دا ده چې افغانان پریښودل شي ترڅو خپل سرنوشت په خپله وټاکي او په خبره یې چې ‹‹ موږته آزادۍ له هرڅه مهمه ده››
طالبان داسې مهال داخبرداری ورکوي چې تیره ورځ د امریکا د «لدویګ ون میزس» په نامه څیړنیز مرکز چې په سیاسي چارو کې خپل حکومت ته مشورې ورکوي ویلي و؛ چې که امریکا افغانستان پرې نښوده له شرموونکې ماتې سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button