راشه که تودېږې: ملي امنیت څلور کاله وروسته هم د هرات سرتېري بریدګر نه پېژني

صلاح الدین ایوبي

دا د افغانستان د پرمختللو استخباراتو، ملي امنیت، رسمي فیسبوک پاڼه ده. د کانټیننټل هوټل د بریدګر له پلار سره یې مرکه کړې او یو انځور یې ورسره نشر کړی دی. وايي چې دا د کانټیننټل هوټل بریدګر دي. له یوه سرتیري بریدګر څخه یې سور خط تاو کړی چې د دې مرکه کونکي سپین ږیري زوی دی.

یاد انځور چې دوی نشر کړی، دا څو کاله مخکې د هغو سرتېرو بریدګرو دی چې په هرات ولایت کې یې د امریکا پر کونسلګري یې اتلوال برید وکړ. طالبانو د دې بریدګرو په اړه معلومات د ۲۰۱۶ز کال د نومبر په میاشت کې د (بدري لښکر ۶) په نوم  اصدار کې خپاره کړل.

سره له دې چې له څه باندې یو کال راهیسې پر فیسبوک او د ګوګل په ویب پاڼو یې انځورونه او ویډیوګانې هم نشر شوې دي، خو بیا هم دوی د هرات بریدکونکي ونه پېژندل.

غم یوازې دا نه دی چې بریدګر یې نه دی پېژندلی، بله ناپړیته یې دا ده چې سرتېری بریدګر د غزني د ګیلان اوسېدونکی دی، خو پلار یې د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
دا به د کوم سالم عقل څښتن ومني چې انځور د هرات د بریدګر دی خو پلار یې ورته د کانټیننتل هوټل د بریدګر راوستی دی. په حقیقت کې په خپل ځان پورې تمسخر دی. له دې ځایه معلومه شوه چې د دوی هر څه تر تبلیغاتو او افواهاتو پورې مربوط دي.

نو معلومه خبره ده چې د کندهار څخه یې د هاشم لوګرۍ په څیر یو کس راوستی او د کمرې مخته یې کښېنولی او څه چې ورته دوی وایي، هغه یې تکراروي، او تش په نوم ازادې رسنۍ یې هم په ډیر احمقانه ډول ورسره بدرګه کوي.

لاسپوڅی رژیم او د غرب مزدورې رسنۍ همیشه حقایق تحریفوي، او تل هڅه کوي تر څو د سپېڅلو مجاهدینو قربانۍ او جهاد تر سوال لاندې راولي، خو لوی رب تل رسوا او شرمنده کړې دي
ارګ پوټوشاپ
رسنۍ یې پوټوشاپ
دلته هر څه پوټوشاپ
حکومتونه او راج پر اولسونو په دروغو او پوټوشاپ نشي کېدلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button