د افغانانو وژل د چا د لاسه!

ليکوال: غيرت درد
موده وشوه چې د افغانانو وژنه بيخي اعظمي حد ته رسېدلې ده، کابل، جلال آباد، کندهار، هلمند او غزنی ددې پېښو شاهد دي.
اوس دلته دوه خبرې دي؛
اوله دا چې په جلال آباد، غزني او د هېواد په ډېريو سېمو کې د امريکايي اشغالګرو او د دوی د دوستانو لخوا په بمباريو کې لسګونه بې ګناه افغانان (سپين ږيري، زنانه او ماشومان) شهيدان شول، کورونه یې ورته ونړول.
دوهمه خبره په کابل، کندهار، او هلمند کې د طالبانو په بريدونو کې په زیات شمېر افغانان مړه او ټپيان شول.
ددې ټولو وژنو اصلي لامل امريکا ده
راضئ افغانانو سره يو شو، دغه بې رحمه صليبيان ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړو، امريکايان په خپلو محفوظو أډو کې بې غمه خوبونه کوي، له ځانه يې د مصلحو افغانانو (اردو او پوليس) قمربندونه تاو کړي، له بلې خوا څخه بل افغان راځي، چې د الله تعالی ج سره خپله د سر سودا وکړي، او د الله هغه امر په ځای کوي، چې الله تعالی ج فرمايلي:
کله مو چې کفارو د وطن په يوه حصه تېری وکړ په نر او ښځه جهاد فرض عين دی.
او په ځان پورې بارود تړي، د امريکايانو په أډه ور روان شي، په لاره کې د امريکا په لاس روزل شوي افغانان د دوی مخه نيسي،
يوه ډله افغانان (پوليس، اردو، امنيت او د اوسني حکومت هر کار مند) اشغالګر امريکايان خپل دوستان ګڼي، او له دوی سره يو ځای د افغانانو په کور چاپې اچوي، او وژني يې،
حال دا چې الله تعالی فرمايي:
ژباړه: کفار به تر هغه وخته ستاسو دوستان نه شي ترڅو چې تاسو د هغه په دين نشی.
نو کفار هېڅکله هم د مسلمانانو دوستان نشي کېدای،
نو هغه افغانان په حقه او اصلي افغانان او مسمانان دي چې د يرغلګرو کفارو په مقابل کې جنګيږي، هغوی ته د سر په کوپړۍ کې اوبه ورکوي.
او هغه افغانان چې د يرغلګر کافرانو تر څنګ خپل افغانان وژني، کفارو ته دوستان واي او د هغوی حفاظت کوي، هغوی ناحقه، غولېدلي، غلامان دي او اصلي افغانان ندي،
نو ای غولېدلو افغانانو!
د خپل ولس له وژلو لاس واخلئ، له واقعي او اصلي افغانانو سره يو ځای د يرغلګرو امريکايانو په خلاف مقدس جهاد وکړئ، که داسې نکوئ نو د هېواد اصلي بچيان مجبور دي چې تاسو خپل هدف وګرځوي، اول د دوی قمربندونه (تاسو) ختم کړي، او وروسته يرغلګرو ته ځانونه ورسوي.
قسم په الله چې د هر افغان په وژنه دردېږم، بايد ټول افغانان سره يو شو، يرغلګر کفار دړې وړې کړو، او په افغانستان کې يو اسلامي نظام قايم کړو، او افغانان هم د سولې او أمن په خوند پوه کړو.
دا مې ټول د زړه درد و



