دارګ دواکمنانو تروس تیره ده !

یاسر افغان
دټرمپ له نوې ستراتیژۍ وروسته په ګران افغانستان کې دبهرنېو اشغالګرو له خوا درنه بمبارې څو چنده زیاته شوی اوپه مسلسه توګه روانه ده ،
دټرمپ دستراتيژۍ له پیل نه داسې شپه په افغان مظلوم اوکړېدلي اولس نده راغلی چې داسمان فضاء دې دبهرنېو اشغالګرو دقسما قسمه چورلکو له پروازونو خالي پاتی وي بلکې هرشپه بې وسه اومظلوم افغانان دوحشي ترهګرو تر وحشي چاپی لاندې وی ،
هرشپه له وحشت اودهشت ډکه وی ، هرشپه داسمان له فضانه دوحشت او دوینو بوی راځې ،هرشپه مو داسمان ستوري اوسپوږمې په ژړا وي هرشپه دتور سرو اوسپین سرو عزت ترپښو لاندې کیږی هر شپه وحشیانه بمبارې وحشیانه ډزې اورېدل کیږی ،
هرشپه مو ماشومان ژیړیږی کړیګی یتمان کیږی میندي موکونډیږی بازارونه مولوټ کیږی په بمونو الوزول کیږی هوائې اوزمیني دبمونو درانه بارانونه ووریږی ،شپه دبمونو په باران ورځ دقبر په کیندلو دشهیدانو په جنازو تیرو ،
دا دچا دلاسه؟ په کوم جرم په کومه ګناه؟
دټرمپ دخونړې ستراتیژۍ له پیل نه بیا تر ننه پورې دافغانانو سلګونه کورونه لسګونه بازارونه سلګونه ملکی وسائط سوځول شوی اوله منځه وړل شوی ،
خالي دیوې اونۍ شا اوخوا کې دکندز په چهادره دهلمند په دیشو دغزني په قرباغي دغزني په ګیلان او ننګرهار لوګر اونورو ګڼو ولایتونو کې لسګونه کورونه بازارونه باغونه موټر اوموټرسائکیلونه په درنو او حشیانه چاپو اووحشیانه بمباردېو کې وسوځول شول اوله منځه ویوړل شول له لسګونو کورنو دهیوادوالو شتمني سرزر نقدې پیسی خلاشوی ،
لسګونه هیوادوال ېي په ډلیز ډول په شهادت رسولي چې یوه وړه بیلګه ېي دکندهار دبند تیمور پیښه وه چې د۶۰ شااوخوا کې ملکی هیواد وال په مرموز ډول ووژل شول ،
خواشغالګرو ته دا نه وحشت او نه جنایت ښکارې بلکل ټولو ته دطالب په سترګه ګوری اوپه وژنو اوزورلو ېي خوند اخلی او تش په نامه دبشر حقوقو سازمانونو هم سترګی ړندې دی اومډیا هم ټول دغرپ په لاس کې رښتیاوو ته دروغ واېي دروغو ته رښتیا او اشغالګرو په ګټه خپل تبلغاتي ماشینونه مخته وړي ،
دع اوغ شړېدلي اودپردېو په لاس تپل شوی اداره ده نه دغندني واک لري اوله دوی داواک هم اخیستل شوې اوهم ېي تر وس تیره ده آن دخپل ځان اوخپلی ژبی واک هم ترې اخیستل شوی
اونه هغه چاته دبشر په سترګه ګوری څوک چې دطالب تر واک لاندیو سیمو کې استوګن دی
دبهرنېو اشغالګرو اودارګ په ګدی ناستو واکمنانانو په اند هغه څوک بشر دی چې دملي وحشت په حکومت کې ېي ونډه اخیستی وي اویا دغرب دنظام نه متأثره شوی وي ،
په وحشتونو سره هیڅوک بریاء نشی ترلاسه کولي اونه چا بریاء ترلاسه کړې بالمثل نفرت زیګوی اود طالبانو مټي قوی کوی اوس ټولو هیواد والو ته روښانه شوې چې زمونږ دوطن دمنافعو زمونږ د دین زمونږ دناموس زمونږ دتعلیم زمونږ دپرمختګ زمونږ داقتصاد دښمنان څوک دی
افغان اولس ته بهتره معلومه ده چې دارګ واکمنان دپردېو په منګولو کې دی اود هیڅ وحشت اودهشت دغندلو واک نلري اونه چا ورکړي
هیواد والو!
دخپل اولس دبچیانو ترڅنګ کلک ودریږی اشغالګر مو په وحشتونو سره عزم متززل نکړی ستاسو له غیږ راټوکیدلي بچیان به دخپل سر په بیه ترخپله وسه پوری ستاسو دنوامسو ستاسو دوطن ستاسو دمنافعو هر اړخیزه دفاع کوی او ترهغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوی چې ترڅو له افغانستانه داشغال خیرن ټغر نوې ټول شوی
ان شاءالله



