کنړ کې د داعش يوسل پنځه غړي طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۸) په کنړ ولايت کې د څو قومندانانو په ګډون لسګونه وسله والو له طالبانو سره يوځای شوي دي.
د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، په تسليم شويو کسانو کې څلور مهم قومندانان (زاحيل، عبدالجلال، حبيب الله او نظامي) هم شامل دي.
طالبان وايي، دغه کسان د “داعش ډلې له ناوړه کړنو څخه د بېزارې په څرګندولو” او د حقيقت په درک کولو د “اسلامي امارت” ليکو سره يوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم د کنړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې لسګونه داعش وسله وال طالبانو ته تسليم او د هغوی ليکو ته واوختل.
داعش ډلې شاوخوا درې کاله مخکې د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې وسله وال فعاليت پيل کړ ، چې له کبله يې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې او په ځلونو يې له طالبانو او ولسي خلکو سره نښتې وکړې.
تر اوسه په کنړ ولايت کې د داعش ډلې فعاليت نه تر سترګو کېږي، خو وخت ناوخت د هغوی د تبليغاتو له کبله ځينې وسله وال کسان هغوی سره يوځای کېږي، چې وروسته د ولسونو سره د ناوړه چلند له کبله بيرته طالبانو ته تسلمېږي او د هغوی ليکو ته ورګرځي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير او يو شمير نورو پوځي کارپوهانو څو څو وارې په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې په دغې ولايت کې د حکومت له لوري داعش ډلې سره مرستې کېږي او په چورلکو کې د هغوی اکمالات کېږي.



