پنټاګون: امريکا په افغان جګړه هر کال ۴۵ ميليارده ډالر لګوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۸) د امريکا د دفاع وزارت “پنټاګون” مرستيال رينډال شريور وايي، متحده ايالات هر کال د افغانستان په جګړه ۴۵ میليارده ډالره لګوي.
شريور د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو په کميټه کې سناتورانو ته وويل: د کال پنځه ميليارده په افغان ځواکونو، ديارلس ميليارده په افغانستان کې ميشت پر امريکايي ځواکونو او پاتې نورې پيسې په لوژيستکي اکمالاتو او نور چارو لګول کېږي.
نوموړي د امريکا نوې ستراتيژي له سياسي پلوه د افغانستان د کړکيچ مهمه برخه وبلله او زياته يې کړه چې امريکايي ځواکونه به د طالبانو خلاف جګړه کې تر وروستۍ کچې د افغان ځواکونو مرسته وکړي څو طالبان سولې ته حاضر کړي.
دغې غونډې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان ساليون په خپلو خبرو کې وويل، د جګړې په ډګر کې د طالبانو ځواک کم شوی او په خپلو ډيرو هڅو لا هم نه دي توانېدلي چې ګڼ ميشتې سيمې او يا د کوم لوی مرکز ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې يوه نيمه مياشت مخکې بي بي سي په افغانستان کې يوه څېړنه کړې او ويلي و، چې د امريکا په مشرۍ ميلياردونه ډالره په افغان جګړه ولګول شول خو لا هم د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې طالبان څرګند فعاليت کوي.
پوښتنه دلته ده، چې د ميلياردونو ډالرو په لګښت او د نږدې اويا سلنه ځمکې له لاسه ورکولو ولې امريکا نور ځواکونه دغې هېواد ته رالېږي؟
په ورته وخت کې ځينې امریکايي پوځي شنونکي وايي، په افغان جګړه کې د امريکا وضعيت په ډېر بد حال کې دی او ښايي راتلونکې کې د افغان ځواکونو سربيره د امریکايي ځواکونو تلفات هم لوړ شي.
څو ورځې مخکې يوه امریکايي ژورناليست سټيوکول نيويارک ټايمز ته ويلي و، چې امريکا په افغانستان کې روانه جګړه ځکه نه شي ګټلی، په خبره يې چې د يوې نيمې لسيزې په تېردو لا هم امريکايان نه پوهېږي چې ولې په افغانستان کې جګړه کوي.



