طالبه ته ولی خپل افغانان وژنی؟؟؟

لیکوال: ابوعُزیرحنفی
د یوه طالب سره می پدی بحث وؤ چی تاسو ولی په اولسی ځایونو کښی بریدونه کوۍ، نو هغه راته اووئيل چی داسی ښکاري چی ته هم د غربي پلوه رسنیوؤ څخه متاثره شوی ئې مالي طالب جانه خدائي دی نکړي چی زه ددی دروغجني اوغلامی میډیا څخه متاثره شم،
نوهغه راته کړه چی ولسي ځایونه خو پریږده مونږ په سوونو افغان عسکر په هلمند، قندهار، زابل اوپه مختلفو ولایتونو کښی ژوندي ونیول او بیا مو څوک د سره صلیب له لاری څوک د قومي سپین ږیرو له لاری او څوک مو په شخصي ضمانتونو خوشی کړل او آن چی چا سره د کور د تګ خرچه او کرایه نه وه نوهغه مو هم ورته ورکړی ده او خپل کور ته مو په خوشحالۍ رخصت کړيدي ددی راپورونه په ازادو رسنیوؤ او ټولنیزو شبکو کښی هم راغلي دي،
او همدی اشغالګرو او ګوډاګیانو په هلمند اوکندهار کښی بازارونه، کندوز کښی روغتون، غزني کښی لوبغالي، ننګرهارکښی مدرسي ،پکتیا کښی مکتبونه، په لغمان کښی زندانونه، لوګرکښی مکتبونه او وردګو کښی ښوونځي، او آن په ډیرو ځایو کښی ئې افغان عسکر هم بمبار کړل،
اوکه مونږ په ولسي ځایونو کښی بریدونه کولی نو بیا مو د کابل په بازارونو کښی په ولسي خلکو ولی نه کول؟
او حقیقت دادی چی د کابل په بازارانو خصوصا د پُلِ خشتی جومات خواوشا کښی د عامو افغانانو ګڼه ګوڼه د هرځای په مقابل کښی زیاته ده او هلته د منفجره موادو رسول هم د کوم مانع او تکلیف پرته ترسره کیږي
او بله داچی په داسی اولسي ځایونو کښی دا چانس هم ۹۵ فیصده وي چی بغیر له فداي مجاهد د شهادت څخه هلته موټر بم یا منفجره مواد انفجار کړی شي خو په ۱۷ کلن تاریخ کښی تراوسه پوری هیڅ څوک دا نشي ثابتولی چی طالبانو دی په داسی اولسي ځایونو کښی کوم برید ترسره کړی وي
(پدی حقیقت هم باید سترګی پټی نکړو چی طالبانو خپل څه تعداد قومندانان په دی خبره قصاص کړي هم دي د کومو له لاسه چی کوم بی ګناه او عام وګړی وژل شوی وي ددی خبری ثبوت وخت په وخت په میډیا کښی هم راغلی دی
نو که طالب د عام بیګناه ولس وژل جائز ګڼلۍ نو بیا به ئې هیڅ کله هم خپل ملګري نه وی قصاص کړي)
خو ددی برعکس هغه نظامي ځایونه کوم ځای کښی چی خارجیان یا افغان ګوډاګی عسکر استوګن وي نو هغه ځای ته موټربم رسول او یا هم هلته منفجره مواد ځای پرځای کول ډیره غټه قرباني غواړي او هغه قربانی د خپل سرمال او اولاد څخه تیریدل دي کوم چی کلک ایمان او ډیرغټ زړه غواړي،
بیامی ورته اووئېل چی تاسودی فدایانوته پیسی ورکوۍ ځکه ئې فدائې حملی ته تیاروۍ نوهغه راته مسکی شو او وائي زه به تاته یوکړوړ افغانۍ درکړم راځه یوځای به درته مقررکړو فدائې برید وکړه مالي چی دا ټوله دنیا هم راته راکړی دیته ځان نشم تیارولی،
بیامی ورته اووئيل چی تاسو فدایانو ته دنیشی ستنی وهۍ نو راته ویخندل چی ساده سړیه چی یو څوک نیشه وي هغه خپل هدف ته څنګه رسیږي او هغه بیا هلته پنځه شپږ یالس دولس ساعته مقابله او مقاومت څنګه کوي،
نور نو زه ئې لاجوابه کړم او دشرم نه می سرټیټ ونیولو اوترینه روان شوم نو په لاره می دا سوچ کولو چی دا خلک ولی داسی حالت ته ورسیدل چی ځان پسی بم تړي او د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو مینځ کښی ئې الوزوي نوسمدستی می په ذهن کښی د اُحد د غزا واقعه راغله چی دا خلک د ایمان اود اسلام هغه رفتار او حد ته ورنژدی شوي دي کوم حدته چی دنبی علیه السلام صحابه رسیدلي وه
غزوۀاُحد کښی چی کله په نبی علیه السلام باندی د کافرو لخوا حملی شروع شوی نو هر صحابي دا کوشش کولو چی د نبی علیه السلام مخی ته زه اودریږم او کوم ګوزار یا غشی چی د نبی علیه السلام پر مبارک بدن لږیږي چی هغه ځما په سر او په سینه اولږیږي نو دا ځما لپاره ددی ټولی دنیا د مال اومتاع نه بهتره ده خو چی د نبی علیه السلام مبارک بدن ته تکلیف اونه رسیږي،
نن چی کومو خلکو د دنیا د ۵۲ کافرو او د هغوی داخلي ګوډاکیانو سره کومه مقابله شروع کړی ده دا په حقیقت کښی د اسلام او د وطن هغه مینه ده کومه چی ددی خلکو په زړونو کښی داسی پخه شوی ده چی ددی لپاره دوی هم د خپل مال هال او اولادونو څخه تیر دي،
ددی په مقابل کښی د ناټو او یا هم افغان ګوډاګی عسکر دي کوم چی د څو ډالرو په مینه کښی د اسلام او د طالب مقابلی لپاره راوتلي دي اوتراوسه ئې د طالب او مجاهد دزړه څخه دا مینه ونه ایستله اونه به ئې ان شآءالله وباسي،



