لیکوال: احمد منصور
ویل کېږي چې له بګرام او څرخي پله څخه څه بندیان د اعدامولو لپاره راویستل شوي و، دا کومه نوې خبره نه ده، یو نیم کال د مخه کله چې په خارجیانو اوګوډاګيانو باندې بریدونه زیات شول او ښه کاپي زیانونه یې ور واړول نو له څرخي پله زندان څخه يې شپږ تنه بندیان راویستل او په ظالمانه توګه یې په دار وزړول.
چې بیا ذبیح الله مجاهد د سختو بریدنو کولو اخطار ورکړو، بیا يې خپل اخطار ته عملي جامه هم ور واغوسته او په هیواد کې په قاضیانو او څارنوالانو یو شمېر بریدونه وکړل، او ښه کاپي مالي او ځاني زیانونه يې ور واړول، که حکومت د ورستیو بریدونو غچ له بې وسلو اسیرانو اخلي، دا ستر حماقت او بې عقلي ده.
کله به هم خپل تلفات په داسې افعالو کولو پټ نه کړی شي، ځکه دوست او دوښمن په دې پوهېږي چې د روستیو بریدو تلفات ټول مزدورحکومت او خارجیانو ته رسيدلي دي.
کله به هم تاسو د بندیانو په زورولو او اعدامولو څه تر لاسه نه کړئ، او نه به د دوی په اعدامولو خپل باداران درنه رازي شي او نه به خپل شکست او تلفات پرې پټ کړی شئ.
ما سوا له دې چې خپل ځانونه به له ډیموکراسۍ او بادارانو قربان کړئ، بیا نو په خپلو خوندي مراکزو کې د ابابیل په شان درنازلېدونکي فیدایانو انتظار کوي کله به بیا ترې د آرام ساه وانخلي،
په دی پوه شئ چې همدغه بندیان داسې رښتينې مخلص ملګري لري چې له تاسو به د بندي د ویښته قدرې ضرر ور رسولو انتقام واخلي، ښه به دا وي چې خپله فیصله بېرته واخلئ ، په خپلو بچیو رحم وکړئ ، په حیاء او عزت بندیان پرېږدئ ، که نه ، پښېمانه به یاست او اوبه به له ورخه تېرې وي.
















