د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي چې دطالبانو له خوا د سیمې خلکو لپاره جوړ شوی ښارګوټی چې بازار، کورونه، یوه لویه مدرسه،کلنیک او یوه ستره لیسه په کې ده نړوي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور رسنیو ته ویلي چې نن ماسپښین یې د بهرنیو ځواکونو په مرسته ددې ولایت په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو پر جوړ شوي ښارګوټي له څو لوریو بریدونه وکړل،بالاخره وتوانیدل چې دا ښارګوټی ونیسي.

که څه هم په یاد ښارګوټي کې د طالبانو کوم نظامي مرکز شتون نه درلود، خو د والي ویاند وایي چې دا ښارګوټی له دې کبله نړوي چې پر دولتي ځمکه جوړ شوی دی.
تیمور ویلي، هڅه کوو د دې شارګوټي هیڅ اثر پاتې نه شي او مکمل یې ونړوو ترڅ د طالبانو په عایداتي مرکز بدل نه شي.

تیمور ویلي دا شهرک په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې رغول شوی او سلګونه کورونه، دکانونه، مکتب، مدرسه او لوی سالونونه په کې شته.
د دې ښارګوټی جوړولو کار د طالبانو تر لاس لاندې پیل شوی و او تېره میاشت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. له جوړېدو وروسته، طالبانو د درقد، خواجه بهاء الدین او ینګي کلا ولسوالیو له ځايي خلکو غوښتي وو چې په دغه ښارګوټي کې پانګونه وکړي او د هټیو سربېره د استوګنې کورونه هم ودان کړي.
د چارو څارونکي وایی، حکومت په لوی لاس د رغنیزو چارو مخنیوی کوي او د ملکي خلکو لپاره رغول شوی ښارګوټی، چې خپله د ځایي خلکو په لګښت جوړ شوی دی، له منځه وړي او ښایي دا چاره ناوړه عواقب ولري.


















