لیکنه: عبدالله عزام
جنرال جیمز هکر په یوه ویډويي راپور کې وویل چې ډېر ژربه په طالبانو د بمنو باران وشي او اوس دوی آسمان ته سترګې په څار دي.
خو موږ بیا د بمبار له بارانونه نه وېرېږو موږ له ډیر وخت نه له داسی بارانو سره عادت او بلد یو دا د بمبار بارانونه دا ۱۷ کاله کیږي چې وریږي خو تاسو به اوس ورته د بمونو باران وایې، موږ پوهیږو چې هیڅ هم نه شي کولي، او هغه ستاسو دپخواني وحشی جوش بوش مشر تشې لاپي مو لا هم په یاد دی کومې لاپی مو چې د یرغل اول وخت کی خپلو لاسپوڅو ته وهلي چې طالبان به درته په دوه میاشتو کی له منځه یوسو خو له دوه میاشتو نه خبر دوه کلو ته ورتیره شوه له دوه کلونه خبر آن تر ۱۷ کلو وغزیده.
خو خبر نه وي چې دا د حزب الله ډله ده يغتې نه ختمیدونکې ډله ده، نه دې په دوه میاشتو کې ختم کړل او نه دې په دوه کلو کی ختم کړل او نه دي په اوولس کلو کې ختم کړل او نه به مو ختم کړې ان شــــاء الــلــه او د حزب الله ډله به ترقیامته پورې د حزب الشیطان مقابله کوي.
کومې لاپې چې وهي دا صرف په دې بنیاد وهي چې خپل لاسپوڅي په دغولاپو خطاء باسي.
ګورئ چې دې ته مو هم فکر وي !!!
باران چې کله وشي نو شنې لي هم ورسره راټوکېږي.
که یو راڅخه شهید کړي نو لس ورسره نور راټوکېږي.
خو موږ بیا له دې ۱۷ کلونو مخکې چې وو له هغې اوس زیات پياوړي شوي یو، که هغه په نظامي ډګر کې یو، که هغه په سیاسی ډګر کی یو، که هغه په فرهنګي ډګر کې یو او که هغه په تعلیمی ډګر کې يو.
موږ پوهېږو چې ستاسو دغه د بمبار بارانونه به هیڅ انتن هم ورنه کړي ځکه له موږ سره د الله رب العزت درحمت او د نصرت بارانونه مل دي، موږ د خپل حقيقي رب د رحمت او د نصرت له باران نه یو نا اومیده.
جنرال جمیز هکر چې کومې څرګندونې چې موږ به پر طالبانو ډېر ژر د بمبار بارانو نه وکړو، خو نه هغسې نه ده لکه څنګه چې دی وايي ستاسو د بمبار اکثره قربانیان عام وګړي وي.
لرې به نه ځو، په دې څو ورځو کې ستاسو د بمبار قربانیان ټول عام وګړي وه، دوه ځله مو په غزنی کې بمبار وکړ، چې قربانیان یې عام وګړی ماشومان وه.
پرون شپه یې چې خوست ولایت کې کوم عملیات وکړل د هغې قربانیان هم ټول عام وګړي وه.
خو ای د امریکا لاسپوڅو !!!
تا سو به تر څو په تشو لاپو خلک خطاء باسئ، تاسو سره خو یې د دوه میاشتو وعده هم کړې وه، که مو په یاد شي چې طالبان به په دوه میاشتو کې له منځه درته وړو خو خبره له دوه میاشتو تره اوولس کالو ورسېده

















