سرليکنه
امریکايي پوځونو په افغانستان کې تر نورو یرغلګرو زیاته جګړه وکړه، افغان ولس ته یې زیاته مرګ ژوبله واړوله، په افغانستان کې یې تر نورو یرغلګرو په هره برخه کې زیاتې تباهۍ رامنځته کړې. نور هم ډېر توپیرونه شته چې په افغانستان کې یې له نورو یرغلګرو سره لري. خو هغه څه چې امریکا له نورو یرغلګرو سره پکې ورته والی لري، هغه، په افغانستان کې د دوامداره جګړې په پای کې ماتې ده. پر افغانستان هر یرغل کوونکي ماتې خوړلې. امریکا هم په افغانستان کې د افغان ولس د مقاومت په مقابل کې ماتې وخوړه.
د امریکا پخواني واکمن، اوباما، د جمهوري ریاست د انتخاباتو په کمپاین کې، له خپل ولس سره وعده کړې وه چې له افغانستانه به خپل عسکر له اقتصادي زواله د امریکا د ژغورنې په موخه راباسي. اوباما له خپل ولس سره کړې وعده یو څه پوره کړه. د جګړې یو محور یې د خپلې موخې په لوري وڅرخاوه، د ۲۰۱۴ز کال په پای کې یې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ؛ خو د جګړې دویم محور یې ډونلډ ټرمپ ته پرېښود.
امریکایي چاروکو او نظاميانو چې په افغانستان کې د کوم محور د څرخېدا په موخه جګړه پیل کړې ده، هغه ته د رسېدا لپاره هر وخت تاکتیکونه بدلوي: کله په افغانستان کې د جګړې ناکامي ومني، کله پر طالب وسله والو خپله بریا اعلانوي، کله طالبان د پسرلي په موسم کې د بریدونو په زیاتوالي بریالي وبولي، او کله اعتراف وکړي چې په افغانستان کېی د جګړې دوام د میلیاردونو ډالرو په تاوان تمام شو. ځکه وخت پر وخت د جګړې د محور په بدلون افغانستان ته د نورو پوځونو د رالېږلو پرېکړې کوي.

امریکایي نظامي چارواکي په افغانستان کې د جګړې محور ځکه بدلوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې چې یې په افغانستان کې پیل کړې جګړه په کوم محور وڅرخېده، بې له مالي او پوځي تاوانه نور څه په لاس ورنغلل. ځکه خو اوس په کابل کې د خپل پوځي قوماندان نیکولسن لخوا د ۳۰۰۰ غوښتل شوي پوځ علاوه، نور پوځ له عراقه افغانستان ته رالېږي او د جګړې محور پرې بدلوي.
په افغانستان کې د امریکا لخوا د پیل کړې جګړې پخوانی محور دا و چې د یرغل له پیله یې تر ننه پورې پر افغان بې دفاع ولس شپني عملیات او ړندې بمبارۍ وکړې، افغانان یې شهیدان کړل؛ خو دا چې د ناټو او امریکایي پوځي جنرالانو په وینا، په افغانستان کې د جګړې د اصلي محور بدلېدا ته اړتیا ده نو د دې محور په بدلولو سره به څه لاس ته راوړي؟ ځواب یې څرګند دی: بیا هم د افغان ولس په مقابل کې ماتې.
امریکا د ۱۹۶۴ز د اګست په میاشت کې، پر ویتنام خپل پوځونه ورمرش کړل، بمباري یې پیل کړه. په ۱۹۶۵ز کال یې پر دومینیکو پوځي یرغل وکړ، په بمبارونو کې یې زرګونه ولسي وګړي ووژل. هغه وخت یې هم د جګړې تاکتیکونه او محورونه بدلول؛ اوس که له عراقه څه، له سوریې او سعودي هم افغانستان ته پوځونه راواستوي او د جګړې محور (په هوايي بمبار کې زیاتوالی) بدل کړي، بیا به یې هم ناکامي او له افغانستانه تېښته په برخه وي.

















