غور: د تيوره ولسوالۍ قاضي وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۱) د غور چارواکي وايي، د دغې ولايت يوه قاضي له هرات څخه غور ته پر لاره وژل شوی دی.

د غور د پوليسو وياند اقبال نظامي وايي، قاضي باز محمد د غور ولايت د تيورې ولسوالۍ په محکمه کې دنده لرله.

د نظامي په وينا، چې طالبانو نوموړی قاضي د شنډنډ ولسوالۍ په يوه دښته کې له موټره ښکته کړی او بيا يې وژلی دی.

د غور د والي وياند د نوموړي وژل کېدل تاييدوي، زياته يې کړه چې د قاضي بازمحمد کور په هرات کې و او د رخصتيو تېرولو لپاره خپل کور ته تللی و.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څه موده مخکې يې ګواښ کړی و که په زندانونو کې پلويان شکنجه او يا هم اعدام شي نو دوی به هم د امنيتي ادارو سربيره قضايي او عدلي ارګانونو کارکوونکي په نښه کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پلچرخي زندان کې د طالبانو اړوند هغه زندانيان چې د اعدام حکم پرې شوی په ځانګړو تورو خونو کې ساتل کېږي او د سختو شکنجو او ربړونو لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button