آيا امريکا دوست لري؟

تبصره

امريکا د ټرمپ د پاليسۍ له امله، په ټوله نړۍ کې بې دوسته پاتې شوه. اوس مهال په سياسي توګه يو دوست هم نه لري. هغه چې امريکا به ورته د ویتنام، افغانستان، عراق، سوریې، ايران  او يمن په مسئلو کې دوستان ويل او د امريکا پلوي به یې کوله، اوس یې ترې لاس را نغاړلی دى.

امريکا د ايران په اتومي مسئله کې د پنځو هېوادونو په ملګر تيا کې غرور درلود، خو په افغانستان او ايران کې د برتانيې او روسيې عکس العمل ورته اندېښنه پيدا کړه چې په کرار کرار دوست هېوادونه ترې ځانونه راټولوي.

له چين سره د امريکا اړيکې په ١٩٦٤ز کال کې، چې امريکا پر ویتنام بريد وکړ، خرابې شوې، او له روسېې سره یې هغه وخت سړه جګړه په وسله واله جګړه بدله شوه چې کله د روسانو په مقابل کې امريکا افغان مجاهدينو ته سټینګر ميزايل ورکړل.

تر څه وخته پورې امريکا فرانسه، برتيانيه او ترکيه خپل دوست هېوادونه شمېرل. په افغانستان کې ترې برتانيې هغه وخت لاس واخیست چې په هلمند کې د امريکا او برتانیې د ګټو ټکر راغلی او برتانوي عسکرو له امريکايي عسکرو په عملياتو کې د مرستې لاس راټول کړ.

د امريکا او ترکیې اړيکې خو ټولې دنيا ته څرګندې شوې چې ګولن یې ورته کودتا ته تيار او د اردوغان پر خلاف یې په ترکيه کې  ګولن خيالي واکمن ټاکلى و.

په همدې حساب، هغه اسرائيل چې امريکا ورته د دوستۍ مخ اړوي او په بيت المقدس کې یې د خپل سفارت د پرانستلو نيت کړى، اسرائيلو هم له نورو دوستانو سره د امريکا له کړونو درس واخیست او اوس یې په دوستۍ کې ورسره مزي اومړي شوي دي. خو امريکا چې په نړۍ کې بل دوست نه لري، د مسلمانانو پر خلاف يواځې اسرائيل ورپاتې دي او د دوستۍ تمه ورته لري.

د چين د دفاع وزارت وياند د ګواښ په شکل امريکا ته خبر ورکړی دی چې په نړۍ کې دې له سړې جګړې لاس واخلي او دا دې له ذهنه وباسي چې د سولې له خبرو به ځان څنډې ته کړي او نور هېوادونه به ترې بې تفاوته پاتې شي.

د چين د دفاع وزارت وياند په خپله اوونيزه ناسته کې وويل، امريکا چې د چين او روسېې په اړه کومه پالسيې خپله کړې ده، دا يواځې او يواځې د جګړې پيغام لري.

 د چين د دفاع وزارت وياند په ښکاره وويل: که امريکا د چين د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي، چين یې هم پر خلاف د هر څه کولو توان لري، امريکا که چين او روسيه د ځان پر خلاف خطر ګڼي، چين او روسيه هم امريکا ته د دوست په سترګه نه ګوري.

امريکا ته د چين له ګواښه وروسته په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې، نيکي هيلي، وويل:  امريکا په څرګنده وايي چې روسيه د امريکا دوسته نه ده. نيکې هیلي وويل، هغه څه چې د امريکا او روسيې تر منځ موجود دي، روسيه هيڅکله د امريکا دوسته کېداى نه شي.

د امريکا او روسیې ترمنځ د افغانستان پر موضوع سربېره په سوريه کې د روانې جګړې پر سر هم اړیکي خړې پړې شوې دي. روسيه او ايران د بشارالاسد پلوه دي، او امريکا نه غواړي اسد نور په سوريه کې واکمن پاتې شي.

روسيې له ايران سره د سوریې په مسئله کې د امريکا پر خلاف لاس يو کړی دی. د سوریې په شمال کې هغه ځايونه ترکيه، روسيه او ايران تربريدونو لاندې نيسي په کومو کې چې امريکا خپل پوځونه ځای پر ځای کړي دي.

دا مهال، په نړۍ کې د امريکا يو دوست هېواد نشته، او هغه چې امريکا یې دوست ګڼي، هغه هم ورسره غاړه نه وړي. ځکه خو د ټرمپ پر خلاف په سنا مجلس کې ناندرۍ راپورته شوې. د امريکا د سنا د مجلس غړو ويلي دي چې ټرمپ امريکا په نړۍ کې د يواځيتوب په لورې روانه کړې ده، که خپله پاليسي همداسې روانه وساتي، هيڅ دوست هېواد به ورپاتې نه شي.

ټرمپ خپله څېره د فلسطين په اړه په هنداره کې وليده، خو بيا هم له حالاتو درس نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button