دلوړو زدکړو وزارت د لومړي ځل لپاره د خصوصي پوهنتونونو فارغینو ته دیپلومونه وویشل
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۲ فرید افغان)
څوکال کیږي چې د دولتي پوهنتونونو سره په موازي توګه خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدکړو مؤسسات هم فعال دي خو دا لومړی ځل دی چې د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو فارغینو ته د دیپلوم ورکولو لړۍ پیلوي.
د لوړوزدکړو وزیرنجیبالله خواجه عمري په یادو مراسمو کې وویل؛ تر دې وروسته د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدکړو د مؤسساتو فارغین کولی شي خپل دیپلوم او د نمرو ترانسکریپ له دې وزارت څخه لاس ته راوړي.
نوموړي وویل؛ کوم دیپلومونه چې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو لپاره ځانګړي شوي حقوقي اعتبار لري او اخیستونکي یې له ټولو امتیازاتو استفاده کولی شي همداراز د دولتي پوهنتونونو سره یې توپیر یواځې په نوم کې ده چې هلته به د اړوند خصوصي پوهنتون نوم پکې درج وي.
د عمري په خبره؛ اوس مهال تر ۱۷۶ زرو ډیر محصلین په خصوصي بنسټونو کې لوړې زدکړې کوي او زیاته یې کړه چې دوی اوس د پوهنتونونو له کمیت څخه کیفیت ته اولویت ورکړی دی.
د دې وزارت ویاندې عارفه پیکار بیا وویل چې تر ۱۷۰ زره زیات دیپلومونه یې چاپ کړي او د نورو دیپلومونو د چاپ او د دیپلومونه د ویش لړۍ همهاله روانه ده اوکوښښ کوي چې تولو فارغینو ته یې ورسوي.
د دې وزارت چارواکو له خصوصي روزنځایونو غوښتي چې خپل درسي سیستم معیاري کړي ترڅو محصلین په ښه توګه وروزل شي.
د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدکړو د مؤسساتو د اتحادیې رئیس شفیع رحیمي بیا له ددې کار ستاینه وکړه خو پر حکومت یې تور ولګاو چې د خصوصي څانګو فارغینو ته په علمي او دولتي بنسټونو کې نه مقرروي او له هغوی سره سلیقوي چلند کیږي.
دیادونې وړ ده چې اوسمهال په هیواد کې ډیری محصلین چې لږ تر لږه اقتصادي وضعیت یې ښه وي خصوصي پوهنتونونو ته اولویت ورکوي خو ډیری محصلین بیا د هغوی له لوړ پیس څخه شکایت کوي.



