د یوې روسۍ الوتکې د سقوط له امله لسګونه تنه وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۲ فرید افغان)
د راپورونو په اساس یوه روسۍ انتونوف الوتکه چې له مسکو څخه د روسیې د اورسک ښار ته پر لاره وه لویدلې او لسګونه سپرلۍ یې وژل شوي دي.
روسي خبري اژانسونو ویلي چې؛ په الوتکه کې ټولټال ۶ تنه خدمه او ۶۵ سپرلۍ وې چې د «رامینسکو» سیمه کې د الوت له میدان څخه ۲۰ کیلو متره لرې دتخنیکي ستونزو له امله راپریوته او اور یې واخیست .
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویدیو کې ښودل کیږي چې الوتکه په کامله توګه سوځیدلې او سپرلۍ یې هم له منځه تللي دي.
روسي چارواکو انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، الوتکه د ساراتوف د شرکت اړوند وه او معلومه نه ده چې الوتکه د کومې تخنیکي ستونزې له امله لویدلې خو په اړه یې څیړنې روانې دي



