په افغانستان کې د امریکا اصلي موخې او تجارت

آصف الله آصفي

امریکا د نړئ ډیر مکاره هیواد دی، امریکا نور بشریت په داسې حیلو تیرباسي چې د هغوی خیال ته هم نه راځي.

خلک وایی امریکا افغانستان ته د القاعده ختمولو لپاره راغلې یا د طالبانو د ختمولو لپاره راغلې او یا د ترهګرۍ د ختمولو لپاره راغلې خو دا سطحي خبرې دي چې غربي میډیا ښکته پورته کوي.

امریکا اصلا افغانستان ته د دې لپاره راغلې چې:

  • په افغانستان هراړخیز حضور پیدا کړي.
  • چې د افغانستان په ټولو قضایاو کې برلاسی وي.
  • سربیره پر دې چې پر ټوله سیمه برلاسی وی.
  • چې مجاهدین او اسلامپالي د تل لپاره وټکوي او تیت پرک یې کړي.
  • مجاهدین او مسلمانان په نړیواله سطحه بدنام کړی.
  • د افغانستان پر ټولو ذخایرو او معادنو پوره تسلط ترلاسه کړي.
  • د اسلام او افغانانو فرهنګ له مینځه یوسي او پر ځای یی غربي او پردی فرهنګ پیاده کړی.
  • په مجموع کې فحشاء او بې بندوباري خپره کړی.
  • په هیواد کې مو نا امنۍ ته لمن ووهي.
  • ملي وحدت مو له مینځه یوسي.
  • افغانستان ټوټه ټوټه کړي او په محلي حکومتونو یې وویشي.
  • د خلکو تر مینځ د تعصب او بدبیني تخم وشیندي.

دا او داسې نور د امریکا هغه ځنځیري پروګرامونه دي چې په موفقیت سره تر یوه ځای سر ته رسیدلي او صعودي شکل او سیر یی لا هم ادامه لري، په افغانستان د مخدره موادو زیاتوالی او پراخیدل د امریکا ناکامي نه بلکې دا د امریکا یو له لاس ته راوړنو څخه ده.

د امریکا له موخو څخه یوه موخه داده څو په افغانستان کې د مخدره موادو کرهڼې او قاچاق ته پراختیا ورکړي او دا ځکه چې امریکا د مخدره موادو توکو ته سخته اړتیا لري، او چې له نورو هیوادونو څخه یې په لوړه بیه پیري نو غواړي له افغانستان څخه یې په ارزانه بیه ترلاسه کړي او هم یې نورو هیوادونو ته ولیږدوي او ګټې ترلاسه کړي. دا سلسله روانه ده، او دا په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستر تجارت دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button