ایران: شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په چابهار بندر کې د ثبت وړاندیز کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۲ فرید افغان)

په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې افغانستان ته د چابهار بندر له خلاصون وروسته سلګونو سوداګرویزو شرکتونو له یاد بندر څخه د مالونو اړولو د ثبت وړاندیز کړی چې ۱۶۵ یې افغاني شرکتونه دي.
سفارت ویلي چې دوی هڅه کوي په دې بندر کې نور سهولتونه هم رامنځته کړي او همداراز پلان لري چې د چابهار او افغانستان ترمنځ مستقیمو پروازونو ته لار هواره کړي.
د سفارت یوه ویاند ویلي اوسمهال ۵۰۰ نړیوال شرکتونو د یاد بندر څخه د توکو د لیږد وړاندیز کړی او دا لړۍ په پراخیدو ده.
د دې سفارت یوه غړي صدیق قاسمي رسنیو ته ویلي چې هڅه کوي د افغانستان _ چابهار او دوبۍ _ چابهار ترمنځ هوایي ترانزیټ پراخ کړي ترڅو نړیوالو بازارونو ته دخلکو او په تیره بیا افغانانو اړیکې زیاتې کړي.
دسوداګرۍ دخونې د ترانزیټ رئیس یحیا اخلاقي رسنیو ته ویلي چې اوسمهال د ځینو سوداګرو د ویزو ستونزه پاتې چې هغه به هم ژر حل شي او هڅه کوي سوداګرو ته نور امتیازونه هم برابر کړي.
یو شمیر سوداګرو ویلي؛ چې د پاکستان لارې ورته ډیر مشکلات زیږولي او هڅه کوي خپل ټول کاروبار د چابهار بندر ته واړوي.
د څارونکو په اند د ایران هڅه داده چې د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو د مالونو لیږد رالیږد صفر ته ورسوي او د سوداګرو توجه د چابهار بندر ته جلب کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button