عطانور په شپاړلس ولايتونو کې د لاريونونو خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۳) له تېرو نېږدې دوو مياشتو راهيسې د ارګ- جمعيت ګوند او عطامحمد نور تر منځ د بلخ ولايت او د جمعيت ګوند او حکومت تر منځ پر حکومت کې د ونډې  پر سر لس ځلې ناستې شوي، خو هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي، عطامحمد نور تېره ورځ په مزارشريف ښار کې خپلو پلويانو ته د خبرو پر مهال وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په شپاړلس ولايتونو کې لاريونونه وکړي.

نوموړی وايي، د جمعیت ګوند د پلويانو د دغو لاريونونو موخه په حکومت باندې فشار راوړل دي تر څو يې غوښتنې ومنل شي.

عطامحمد نور په خپلو خبرو کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ، چې د جمعيت ګوند غوښتنې بايد ومنل شي او زياته يې کړه چې خپلې غوښتنې به کمې نه کړي.

جمعیت ګوند ګډ حکومت ته دوولس ماده‎ییزه طرحه سپارلې چې مهمې غوښتنې يې پکې، د اساسي قانون د تعدیل د کمېسیون جوړیدل، د لویې جرګې رابلل، د توشیح شوي قانون له مخې د تذکرو ویش، په حکومت کې د جمعیت ونډه، په ملي شورا کې د ګوندونو ونډه او بلخ ولايت عطامحمد نور ته سپارل دي.

نږدې دوه مياشتې مخکې ارګ اعلان وکړ چې د عطانور استعفا يې منلې او پر ځای يې انجينير داود ټاکلی، خو نور د ولسمشرۍ ماڼۍ پريکړه ونه منله او وايي چې اوس هم د بلخ والي دی او په عادي توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې د امريکا مرستيال ولسمشر او په کابل کې د امريکا سفير ويلي وو چې د بلخ لانجه دې په سوله ييزه توګه حل شل شي.

په عين حال کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره په بلخ کې د عطانور کار غير قانوني بولي او وايي چې لاسليک يې په دولتي ادارو کې د باور وړ نه دی، خو تېره اوونۍ د بلخ لانجمن والي عطانور د دوو ولسواليو ولسوالان بدل کړل او ګواښ يې وکړ که يې په ادارو کې لاسليک ونه منل شي، دی به د حيرتان بندر له عوايدو دولتي مامورينو ته معاشونه ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button