هیل نشریه: طالبان اسلام پاله او ملتپاله ډله ده او په همدې اساس د بهرنیانو اشغال نه مني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۳ فرید افغان)
د امریکا د هیل خپرونې په خپله ننۍ سرمقاله کې لیکلي چې افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږل هیڅ کومه ګټه نه لري او دا تجربه د جورج بوش او بارک اوباما ادارو و ازمویله.
نشریې دامریکایي چارواکو د هغه فرمان له مخې چې ګواکې افغانستان ته به ۱۰۰۰ اضافي عسکر واستوي، لیکلي؛ ۱۶ کاله کیږي چې موږ هرکال دې هیواد ته اضافي سرتیري لیږو خو له زیان پرته هیڅ ګټه نه لري.
یادې ورځپاڼې ته دا سرمقاله د «دنی سجورسن» په نامه د امریکایي پوځ مشهور پخواني افسر لیکلې چې په تیر کې یې په افغانستان کې زیات وخت تیر کړی دی.
نوموړی وړاندې وایي څرنګه کیدلی شي چې ۱۰۰ زره کسیز امریکایي پوځ چې د نړۍ له پرمختللو عصري پوځونو شمیرل کیږي یوې کمزورې ډلې ته ماتې ور نکړه او اوس یواځې ۱۵ زره پوځیان طالبان ماتوي.
د نوموړي په باور ۶ ټکو ته باید پام وشي
د امریکا له ۱۶ کلن حضور وروسته طالبان په تر ټولو قوي مرال او لوړه روحیه کې قرارلري او تر بل هر وخت یې خپل نفوذ زیات او پراخ کړی دی.
۲ په ۲۰۱۶ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۶۷۰۰ ته رسیدلي وو او امریکایي ځواکونو هم پر دې اعتراف کاوو چې دا پوځ د ماتیدلو په لور روان ده ولې امریکا ته د خپل وفادار پوځ تلفات، چې ددوی په مخ کې یې ورکړي و، لا هم ارزښت نلري.
۳طالبان هر وخت کولی شي په کور دننه په خپلو خوندی پوځي مراکزو حساب وکړي او ځانته خلک جذب کړي چې د هغوی د شمیر د لوړوالي ویره پکې ښکاري.
۴ د افغانستان اقتصادي وضعیت ۹۵ سلنه د امریکایي مرستو پر مټ ولاړ دی او دا خبره دا روښانه کوي چې د افغانستان پوځ له امریکایي مرستو پرته د ډیرې کمې مودې لپاره هم د مقاومت وړ نه دی.
۵ په افغانستان کې له څه کم دوه لسیزو جګړو وروسته لاهم په افغانستان کې د مخدره توکو تولید په لوړه کچه روان دی او په ۲۰۱۷ کال کې تر ټولو زیات تولید شوي و.
۶ په حکومت کې دننه د ادارې فساد ریښې لا هم پیاوړې دي او په دې دولت لا هم اعتماد نشته .
نوموړی زیاتوي که امریکا د یو قدرتمند دولت د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي نو ټولې هڅې یې ځکه بې فایدې دي، چې افغانان په مختلفو قومونو ویشل شوي او کولی شي د خپلمنځي جوړښتونو په اساس یو مستقل دولت رامنځته کړي خو د امریکایانو په توسط رامنځته شوی حکومت ته د پردي دولت په سترګه ګوري.
نوموړی زیاتوي طالبان که څه هم اسلام پاله ډله ده خو یو کامله ملت پاله او ازادي غوښتونکې ډله هم ده، هغوی د دې په خاطر چې خاوره یې د امریکا په مشرۍ نړیوالو اشغال کړې وسلو اومقاومت کولو ته مخه کړې او ددې هیواد تر ټولو مبارز قشر دی.
د ده په وینا د امریکایي چارواکو دا خبر چې هغوی د سپتمبر له ۱۱ سره هیڅ تړاو درلود، دا هیڅ حقیقت نه لري.
نوموړی په اخر کې وایی؛ کله چې د افغانستان په اړه څه وایو کټ مټ لکه د ویتنام په اړه چې غږیږو، مهم سوال دا نه دی چې دا جنګ به امریکا کله وګټي ځکه ددې هیواد په مشرۍ نړیوال ځواکونه به خامخا یو وخت ماتیږي، اصلاً پوښتنه داده چې دا جنګ د دومره لویې قربانۍ وړ دی چې امریکا او متحدین یې ورکوي ؟



