پاکستاني طالبانو د خپل مرستيال وژل تاييد کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۳) پاکستاني طالبانو تاييد کړې چې د تحريک طالبان پاکستان مرستيال خالد محسود وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، خالد محسود چې په “خان سيد سجنا” هم مشهور و، د روانې فبرورۍ مياشتې په اتمه نېټه وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خالد محسود د شمالي وزيرستان په ګوريک سيمه کې د شپې په درې بجو د امريکايي الوتکې په ډرون بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اوس مهال د تحريک طالبان پاکستان مشري مولانا فضل الله په غاړه لري او څه موده مخکې يې خالد محسود خپل مرستيال ټاکلی و.
د تحريک طالبان پاکستان يوه وياند بي بي سي ته ويلي، چې د خالد محسود پر ځای مفتي نور ولي ټاکل شوی دی.
د تحريک طالبان پاکستان مشري مولانا فضل الله کوي او وخت ناوخت په پاکستان کې د ځينو بريدونو مسئوليت په غاړه اخلي.



